لوبی
د افغانستان او هند تر منځ د کرکت د سیالیو د ځنډیدو خبرونه ورکړ شول

د راپورونو له مخې؛ د هند او افغانستان ترمنځ د ۵۰ آووریز کرکت لړۍ، چې ټاکل شوې وه په روانه میاشت کې ترسره شي؛ د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو لخوا ځنډول شوې ده.
ټاکل شوې وه، چې د سیالیو دغه لړۍ، د درې لوبو په ګډون؛ د جون له ۲۳ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي.
د کریک ترکر او هندي رسنیو د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د اړوند لړۍ ځنډول پهدې معنا دي، چې هندي لوبډله به په IPL کې د لوبغاړیو له ګډون وروسته خورا اړینه دمه ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ، لوبډله د آسټرالیا پر وړاندې د نړیوال جام “تست” لوبې ته، چې د جون پر اوومه په لندن کې پیلېږي، چمتووالی نیسي.
په لومړي سر کې ټاکل شوې وه، چې له دې لوبې وروسته هند له افغانستان سره لوبه وکړي؛ خو اوس په پام کې ده، چې د جولای پر دولسمه په پیل کېدونکي لړۍ کې له ویست اندیز سره لوبه وکړي.
په هرصورت، د هندوستان کرکت بورد یوه لوړ پوړي چارواکي India.com ته وویل؛ هو! د نړیوال تست سیالیو پای لوبې وروسته دمه ده. مونږ اوس هم هڅه کوو، چې د افغانستان لړۍ دې هم وي؛ خو د اوس لپاره د خپرونو د تړون او د ویست اندیز د سیالیو له کبله ستونزمن ښکاري؛ نو دا د لوبغاړیو لپاره د دمې یو ښه وخت دی.