سوداگري

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ ( د زمري ۱۲ ) د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړ.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چلارسمبالي الحاج نورالدین عزیزي پر مشرۍ او د قزاقستان جمهوری هېواد چارواکو تر منځ د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزارت د وزیر سریک ژومانګارین په ګډون رسمي دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د غونډو پایلو او د قزاق-افغان  نندارتون د ترسره کولو، د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ، د اوبو لګولو د مدیریت او د اوبو د ساتنې په برخه کې د نویو تکنالوژیو په اړه او د اقينې او تورغنډۍ په بندرونو کې د لوژستيکي مرکزونو، په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې، درې اړخيزه ترانزيت، د توکو د لېږد لګښت او د ترانسپورت په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او په ټوله کې د سوداګرۍ د کچې پر زياتوالي، پانګونې او د تړونونو د لاسليکولو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې څرګنده شوه، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت تړونونه شوي دي.

د یادونې، چې دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version