لوبی
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د افغانستان او عمان د کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) د نړیوال جام لپاره د روزنیزو یا تمریناتي لوبو په لړ کې د کارابین ټاپوګانو د ټرینیډاډ او ټوباګو په پلازمېنه پورټ آف سپین کې سره مخ شوې.
د عمان ملي لوبډلې په دې لومړۍ لوبه کې توپوهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو پر له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.
د توپاچونې په برخه کې یوازې عظمتالله عمرزي او نوین الحق وکولی شول، چې یو- یو لوبغاړی له ډکره وتلو ته اړ کړي.
په دې سیالیو کې راشد خان د خپل ځان په ګډون نهه توپاچوونکیو ته ته د توپاچونې چانس ورکړ او داسې ښکاري، چې غواړي د نړیوال جام له پیل مخکې د خپلې لوبډلې توپاچوونکي و ارزوي.
په دغو نهه توپاچوونکیو کې ننګیالي خروټي د نورو پر پرتله ښه توپاچونه وکړه. که څه هم نوموړي په دغو دوه اورونو کې کومه ویکټه ترلاسه نکړه؛ خو د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يې اجازه هم ورنکړه، چې پر ۱۲ توپونو له ۱۰ ډېرې منډې وکړي.
د باران له کبله د افغانستان توپاچونه ونشوه او په پای کې د باران له کبله دا سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان دوهیمه او وروستۍ روزنیزه لوبه به د جمعې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه ) په هدې لړبغالي کې له سکاټلینډ سره ترسره شي.
نشراتي خبرتیا!
د آریانا نړیواله راډیو ټلویزیوني شبکې (ATN) تېره اوونۍ په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې یې د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام د نشراتو حق ترلاسه کړی دی.
د پېښې په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې مونږ وڅارئ.