تازه خبرونه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نوري فایبر په ګډون درې پروژې پرانیستل شوې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنیزې کرښې، برښنا لیږد او نوري فایبر د درې لویو پروژو د پرانیستل شوې، چې  د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې به ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیمه ییزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت ۲۵۰۰ میګابایټ نوري فایبر له ترکمنستان څخه افغانستان ته راولېږداوه، چې ورسره به هېوادوالو ته چټک او ارزان انټرنیټ چمتو شي.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت لوی مشر ډاکټر احسان الله بيات وايي: د افغان بيسيم مخابراتي شرکت هوډ لري، چې افغانستان ته ښه کيفيت لرونکی چټک انټرنيټ چمتو کړي. مونږ له ترکمنستان څخه ۲۵۰۰ میګابایټ انټرنیټ افغانستان ته راولېږداوه.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو په یوه انلاین ناسته کې د اوسپنیزې کرښې، برښنا لیږد او نوري فایبر پروژې پرانیستلې.

ولسمشر اشرف غني د دغو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراخېدو لپاره ارزښتمن ګامونه وبلل او څرګندوي: دا د افغانستان لپاره لوی ویاړ دی، چې له یو سل او څو کلونو راوروسته د مرکزي آسیا له هېوادونو سره خپلې اوږدمهاله اړیکې نوي کوي. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ملګرتیا د افغانستان د دولت او خلکو لپاره ارزښتناکه اړیکه ده

اشرف غني ویلي؛ مونږ غواړو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هو پیاوړې کړو. مونږ له ترکمنستان څخه تېل وارد وو او تمه لرو، چې ترکمنستان زموږ مرمر وپېري.

د ترکمن ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف هم د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار څرګند کړ او وایي، چې د ورته پروژو پلي کیدل به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي.

نوموړي زیاته کړې: د داسې پروژو پلي کیدل د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولی شي او دا پروژې کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصاد پیاوړی او پراخه کړي.

د آقینه ـ اندخوی اوسپنیزه کرښه، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري ۵۰۰ کیلوواټه برښنا لېږد لین او د امام نظر ـ آقینه ـ سرحد آباد ـ تورغونډۍ نوري فایبر پروژې په دې هیله پرانستل شوې، چې افغانستان د ځمکې له لارې نورې نړۍ سره ونښلوي.

Trending

Exit mobile version