تازه خبرونه

د افغانستان او ازبکستان چارواکو پر ګډو اقتصادي همکاریو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

افغان او ازبک چارواکو نن په کابل کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اوسني وضعیت، د ټرانزیټ پر پیاوړتیا او تجارت خبرې وکړې.

عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هېواد له امنیت سره تړلی وباله او وایي، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍاو ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نږدې کار وکړو.

د ازبک ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیر کاملوف په ازبکستان کې د دوی پر کوربتوب د سیمې او نړۍ د هېوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازیو ترمنځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په اړه مولوي متقي ته معلومات وړاندې او د ګډون بلنه ورکړه.

مولوي متقي ویلي، چې اسلامي امارت له ګاوند هېوادونو سره د غوره اړیکو د جوړولو غوښتونکی دی او له دغو هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې ازبکستان د تېرحکومت له سقوط وروسته له اسلامي امارت سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې ده.

Trending

Exit mobile version