تازه خبرونه
د افغانستان، روسیې او امریکا درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې تېره ورځ په یو وډیو کنفرانس کې د دې وزارت چارسمبالي محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سیمې لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزې خبرې اترې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په واک او مشرۍ د سولې پر بهیر او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو تر څنګ پر لاندې برخو ټینګار رامنځته شو:
۱- د روسیې او امریکا حکومتونه د طالب بندیانو خلاصون د خپلمنځي خبرو د ژر پیلیدو لپاره یو اړین ګام بولي او د افغان حکومت له ژمنې هرکلې کوي. درې واړو اړخونو پر طالبانو هم غږ کړی، چې د دوحې له هوکړه لیک سره سم دې د افغان حکومت د بندیانو له خوشې کولو سره د افغان حکومت د دغه اقدام مثبت ځواب هم ورکړي.
۲- د پلان شویو خپلمنځی خبرو لپاره د مثبت چاپېریال اهمیت ته په کتو، درې واړو اړخونو د باور رامنځته کولو لپاره په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي راوستلو غوښتنه وکړه. په تاوتریخوالي کې د کموالي راوستلو د هوکړې د پلې کولو لپاره د څارنې په موخه د یو داډمن جوړښت رامنځته کول هم اړین ګڼل شوي دي.
۳- د غونډې ګډونوالو د خپلمنځی خبرو د ژر پیل او له دې وړاندې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خپلمنځي ناستې د اجنډا لپاره د مقدماتي غونډې له تر سره کولو هرکلی شوی او د دوحې له هوکړې سره سم، دایمي او پراخ اوربند ته د رسیدو لپاره خبرې به د خپلمنځی خبرو د اجنډا په سر کې ځای ولري.
۴- درې واړو اړخونو د خپلمنځی خبر او د سولې بهیر د بریا او اغېزمن بهیر د ملاتړ په توګه د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ پر اهمیت هوکړه وکړه .
۵- افغانستان، روسیی او امریکا هوکړه وکړه، چې د خپلمنځي خبرو د بهیر د پرمختګونو په اړه د بحث لپاره به د همدې غونډې په چوکاټ کې بیا سره ناسته وکړي. د راتلونکې درې اړخیزې غونډې مهالوېش به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې وټاکل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، چې په دې ناسته کې درې واړو هېوادونو د تاوتریخوالي پر کمښت او د باور پر رامنځته کولو ټینګار کړی او باید، چې د خپلمنځي خبرو په اجنډا کې پراخ اوربند ته لومړیتوب ورکړ شي.
د ناټو سازمان عمومي منشي د دغه تړون د دفاع وزیرانو له ناستې مخکې د افغانستان وضعیت ماتیدونکی ګڼي او وایي، د سولې تړون د بریالیتوب لپاره باید طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي: وضعیت همدارنګه ستونزمن او ماتیدونکی دی؛ ناټو د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه په افغانستان کې خپل حضور تنظیموي، خو د سولې د بریالیتوب لپاره طالبان باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په ښه نیت خپلمنځي خبرو ته وردننه شي.
دغه راز په ناټو کې د امریکا استازې ولیي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پخپلو ژمنو عمل کړی دی.
په ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاچیسن وایي: تمه لرو؛ د خپلمنځي خبرو په پایله کې هوکړه وشي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، بشري حقونه خوندي شي، قانون له هرڅه لوړ وي او د ترهګرو پټنځایونه د تل لپاره له منځه یووړل شي.
د افغانستان په حکومت کې ځینو سر چینو ویلي؛ هوکړه شوې، چې د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو په نږدې ورځو کې د دوحې په کوربتوب ترسره شي، خو طالبانو د خبرو پيل له پېنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره تړلی دی.
تراوسه له ۳۰۰۰ ډېر طالب بندیان د حکومت لخوا او نږدې پېنځه سوه دولتي بندیان د طالبانو لخوا خوشې شوي؛ خو د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په پام کې ده، چې نږدې دوه زره نور طالب بندیان په یوه اوونۍ کې دننه خوشي شي.