تازه خبرونه
د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان مشران پر اقتصادي اتصال وغږیدل

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان مشرانو په یوه ویدیوي ناسته کې د سوداګریزو اړیکو او لیږد را لیږد پر پراختیا او د یوې ګډې جرګه ګۍ د جوړیدا په اړه، چې وکړای شي، سیمه ییز اقتصادي اتصال، د اورګاډي پټلۍ د پراختیا، نوري فایبر او ترانسپورتي چارو خبرې وکړي.
په دې ناسته کې ولسمشر اشرف غني، د هغه ترکمن او آذري سیالانو؛ قربان قلي بیردي محمدوف او الهام علي اف ګډون کړی و.
درې واړو مشرانو د آذربایجان د ولسمشر په وړاندیز سلا شول، چې د درې واړو هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو او نورو اړوند چارواکو په شتون کې به یو ګډ پلاوی جوړیږي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان ولسمشر د آقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې د سوداګریزو مالونو د لا ښه لېږد له طرحې ملاتړ وکړ.
د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د جمهوررئیس محمداشرف غني په نوښت نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه… pic.twitter.com/53HAJULOPZ
— ارگ (@ARG_AFG) July 2, 2020
ولسمشر غني د آذربایجان د ولسمشر له وړاندیزه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه او په افغانستان کې دننه یې د اورګاډي پټلۍ له پراختیا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: د اقتصادي پراختیا لپاره له څلور تر ۶ زره کیلو متره د اورګاډي پټلۍ ته اړتیا ده او نړیوالو همکارانو په دې لار کې د همکاري لپاره ټټر ډبولی دی.
اشرف غني زیاته کړې؛ مونږ به په افغانستان کې اته وچ بندرونه معیاري کړو او په دې اړه امریکا، اروپایي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک د مرستې لپاره مالي تضمین ورکړی دی.
ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د اورګاډي پټلۍ له آقینې تر توغنډۍ غزولې او افغان حکومت ورته معیاري بندرونه جوړوي.
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه تر ډېره د پاکستان د کراچۍ له بندر سره تړلې وه . د چابهار بندر له پرانیستو سره او د نویو بندرونو له لارې افغانستان په وروستیو کلونو کې نه یوازې له پاکستانو بلکې د منځنۍ آسیا له هېوادونو، ایران، او ټولې نړۍ سره منظمې سوداګریزې اړیکې لري.