Connect with us

تاپ

د افغانانو د خپلمنځی خبرو اترو وروستۍ څرګندونې

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

نن – یکشنبه د وږي ۳۰  کال ۱۳۹۹:

د شپې ۱۱:۰۰ – د افغانستان د سولې خبرو اترو د ډلې غړي نادر نادري ویلي، چې د دواړو خواوو د اړیکو جرګه ګیو د یکشنبې پر ورځ د خبرو اترو لپاره سره وکتل او پرمختګ په کې روان دی.

د شبې ۱۱:۰۰ – د یوناما پخواني مشر تادامیچي یاماموتو ویلي، چې په دې اوونۍ کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې به آسانه نه وي په ځانګړي توګه هغه مهال، چې کله پر مهمو اساسي مسلو خبره کیږي.

د سهار ۹:۰۰ – د سولې خبرو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر څرګندونو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي، چې امنیت شورا د افغانستان پر ملي واکمنۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي بیا هم ټینګار کړی دی.

شنبه د وږي ۲۹ کال ۱۳۹۹ :

د مازیګر ۵:۰۰ – د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې پر شپه ویلي، چې طالبان سخت او هوښیار دي؛ خو له جګړې ستړي شوي دي. په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو سره په خبرو کې ترمپ د سرتېرو د وتلو په اړه خپله پرېکړه تکرار کړه او وایې، چې: مونږ به په راتلونکیو څو اوونیو کې د سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ هم  راټیټ کړو.

جمعه د وږي ۲۸ کال ۱۳۹۹ :

د مازیګر ۳:۰۰ – د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو اترو تر منځ د سولې خبرو له پیل څخه هرکلی وکړ، چې موخه یې په هېواد کې د اوږدمهاله شخړې پای ته رسولو لپاره د سیاسي جوړجاړي موندل دي. د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته خپله قوي ژمنتیا بیا تکرار کړه.

پنجشنبه د وږي ۲۷ کال ۱۳۹۹ :

د شپې ۱۱:۰۰ – د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي: دواړه خواوې اړتیا لري، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډې هوکړې ته ورسیږي او د خلکو اراده په آزاده توګه وکارول شي.

د شپې ۱۰:۰۰ – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو لپاره تر دې پړاوه رارسیدل یو څه ستونزمن ول او ان باید د زړه له کومي پرېکړې هم باید په کې وشي. هغه له الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې نه یوازې د امریکا باید سختې پرېکړې وکړې، بلې افغانستان هم ډېر څه وزغمل. دا هغو اندېښنو ته نغوته او اشاره وه، چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کې ډېر وزن ورکړی دی. په ځانګړي توګه د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کیدو په اړه.

چارشنبه د وږي ۲۶ کال ۱۳۹۹:

18:00د ماښام ۶:۰۰ – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی وکړ او له ټولو غړیو هېوادونو یې مننه وکړه، چې د دې په ګټه یې رایه ورکړې. د چهار شنبې پر شپه د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې حکومت ویلي، چې یوناما د سولې خبرو لپاره د نړیوالې مرستې په ترلاسه کولو او د جمهوري ریاست د ساتنې او د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو د اساسي حقونو د پرمختیا لپاره بنسټیز رول لوبولی دی.

سې شنبه د وږي ۲۵ کال ۱۳۹۹:

د شپې ۱۰:۰۰ – د سې شنبې پر ماښام په لومړۍ رسمي غونډه کې د افغانستان د سولې خپلمنځی خبرو د پلاوي مشر معصوم ستانکزي په هېواد کې د اوسني اسلامي جمهوریت په چوکات کې د دیموکراتیک نظام پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د خپلمنځي خبرو اترو حکومتي او طالب پلاوو غړیو ته وویل؛ په افغانستان کې جګړه پر خلکو تپل شوې، چې د لسیزو راپدیخوا په کې ډېر افغانان وژل شوی دي.

د شپې ۸:۴۰- د حکومت د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړي نادر نادري ویلي، چې د دوحې په خپلمنځي ناسته کې د کاري اصولو پر ډېرو برخو اجماع راغلې او پر کاري مهالوېش هم هوکړه شوې او دواړو لوریو یو – یو کس د خبرو د همغږۍ لپاره ټاکلی دی.

دغه راز دواړو لوریو سپارښتنه کړې، چې د خبرو په بهیر کې باید حوصله، زغم او ښه نیت په ډاګه شي.

د مازیګر ۴:۳۰ – په قطر کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو مرکچیانو لومړنۍ ناسته تر سره کړه.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړي وایي، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو مشرانو خبرې وکړې.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د کاري اصولو پر ډېرو برخو اجماع شته او پرېکړه وشوه، چې کاري اصول دې نور هم بشپړ شي.

په دې ناسته کې پر کاري مهالوېش هوکړه شوي او دواړو لوریو یو – یو کس د خبرو د همغږۍ لپاره ټاکلی دی.

دواړو لوریو سپارښتنه کړې، چې د خبرو په بهیر کې باید حوصله، زغم او ښه نیت په ډاګه شي.

دوشنبه د وږي  ۲۴ کال ۱۳۹۹ :

د شپې ۱۱:۰۰ – د سولې خبرو د پلاوي د اړیکو جرګه ګۍ نن له غرمې وروسته د راتلونکيو غونډو د څرنګوالي او مهالوېش په اړه خبرې وکړې او د عمومي غونډې لپاره یې پر چمتووالی هوکړه وکړه، چې سبا به ترسره شي.

د شپې ۱۱:۰۰ – د حکومت مرکچي پلوي غړي او د اړیکو د جرګه ګۍ غړي نادر نادري په یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې د دواړو لوریو د جرګه ګۍ غړیو نن د خبرو اترو پر اصولو او طرزالعملونو خپل بحثونو روان وساتل. دوی چمتو دي، چې سبا د خبرو اترو عمومي ناستې ته خپل نظریات وړاندې کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم دغه پرېکړه تائید کړې ده.

د مازیګر۴:۲۰– د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن اسلام آباد ته رسیدلی، چې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړي. جیونیوز په ډاګه کړې، چې خلیلزاد په دې سفر کې د درې لوړپو امریکایي چارواکو مشري کوي. 

د سهار ۹:۰۰ – ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد  د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته ولاړ شي.هغه به د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د هغه حکومت له لوړ پوړیو سیاسي او پوځي چارواکو سره خبرې اترې ولري.

د یکشنبې شپه ۸:۳۰ – د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی  حنیف اتمر او ورسره پلاوي یې له دوه ورځني سفر وروسته بیرته د هېواد پلازمېنې کابل ته راستون شول. عبدالله عبدالله ویلي: زه هیله من یم، چې د خبرو اترو د دواړو پلاویو له هڅو زمونږ په هېواد کې تل پاتې سولې او اوربند ته لار اواره شي.

یکشنبه د وږي  ۲۳ کال ۱۳۹۹ :

له غرمې وروسته ۱:۴۰: له طالبانو سره د خپلمنځي خبرو د اجندا په اړه د افغان حکومت د اړیکې د پلاوي غړي هر یو ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی غوره شوي دي.

د غرمې ۱۲:۱۵- د افغان حکومت مرکچي  پلاوي نن وویل، چې خبرې به د دوشنبې پر ورځ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د مرکچي پلاوي یو شمېر غړیو ویلي؛ د دواړو لوریو له خوا یو اته کسيز پلاوی جوړ شوی، چې د افغانانو د خپلمنځی خبرو پر اجندا بحث وکړي.

د سهار۹:۳۰- د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې نن به د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه وغږیږي.

هغه رویترز ته په خبرو کې ویلي: په تاوتریخوالي کې پوره کمښت د افغانستان د خلکو ترټولو مهمه غوښتنه ده. همدارنګه اوږدمهاله اوربند ته رسیدل.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې دا به لومړنۍ مسله وي، چې په اړه به یې له طالبانو سره پرې خبرې وشي.

 شنبه د وږي  ۲۲ کال ۱۳۹۹ :

د شپې ۸ – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانانو په خپلمنځي ناسته کې به بهرنیان نه وي.

هغه زیاته کړې؛ خبرې د افغانانو په مشرۍ او د دواړو خواوو په خوښه تر سره کیږي او دواړه خواوې “د خبرو په خونه کې د کوم بهرني شتون نه غواړي.

د شپې ۷:۱۰ – د بشري حقونو د څار ډلې نن ویلي؛ د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي چې نن په دوحه کې غونډه لري؛ باید په عام محضر کې ژمنې وکړي، چې د ښځو حقونو په ګډون نړیوالو بشري حقونو ته پاملرنه کوي. د دې بنست د څرګندونو له مخې؛ امریکا، اروپایي اتحادیه او نور هېوادونه باید سیاسي او اقتصادي فشار راوړي، چې دوی دا سپارښتنه ومني او د وروستۍ پرېکړې لپاره یو میکانیزم هم رامنځته کړي.

د مازیګر ۶:۲۸ – په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانستې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش څرګنده کړې؛ د افغانانو تر منځ د خبرو پیل د سولې اوږدمهاله هیلې ته د افغانانو د رسیدو لپاره یو ښه فرصت دی.

 

د مازیګر۵:۳۰ – د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو د مشر  له مرستیال ملا برادر سره ولیدل.

مایک پمپیو ملا برادر ته وویل: طالبان باید له دې شېبې د سیاسي حل لپاره ګټه پورته کړې، چې په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

له غرمې وروسته ۳:۴۰ – د حکومت او طالبانو مذاکره کوونکیو یو بل ته ښه راغلاست ووایه او له ملګرتیا ډکې ناستې یې تر سره کړې.

 

له غرمې وروسته ۳:۱۵ ـ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل او د قطر د خبرو له ملاتړ او کوربتوبه یې ترې مننه وکړه.

له غرمې وروسته ۳:۱۵ ـ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل او د قطر د خبرو له ملاتړ او کوربتوبه یې ترې مننه وکړه.

له غرمې وروسته ۳ بجې – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانستې په مراسمو کې له دواړو خواوو وغوښتل، چې خپل اختلافات یو طرف ته کړي او د یوه سوله ییز راتلونکي په اړه هوکړه وکړي.

له غرمې وروسته دوه بجې – د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو د یوه پرانستي لیک پر لاسلیک کولو د سولې په بهیر کې، چې نن په دوحه کې پیل شوی؛ د افغان میرمنو د معنا لرونکي شتون غوښتنه وکړه.

دوی ویلي، چې د سولې په خبرو کې د میرمنو بنسټیز ګډون به د دې لامل شي، چې هوکړې او تړونونه رامنځته او تائید شي.

دغه لیک د جورج تاون د ښځو، سولې او امنیت انستیتیوت خپور کړی؛ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مادلین البرایت په ګډون د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان او د امریکا پخوانۍ لومړۍ میرمن لورا بوش، د کډوالۍ د کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجلینا جولي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هیلري رادهام کلنتون، د ملګرو ملتونو پخوانۍ سرمنشي بانکي مون او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر جان کیري د نړۍ هغه مشران دي، چې پر دغه لیک یې لاسلیک کړی دی.

ناتو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې د سولې له پیل شوي بهیر سره خپلې ژمنې پلې کړي. د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه، چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې تنظیم شوې؛ د منلو وړ نده او د سولې رامنځته شوی باور زیانمنوي.

 

 

له غرمې مخکې ۱۱:۰۰- ملا عبدالغني برادر وویل، چې دوی به خبرو ته له نیکمرغۍ سره ننوځي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې باید یو اسلامي نظام جوړ شي.

د سهار ۱۰:۴۵ – د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عیدالله عبدالله د افغانانو د خپلمنځی خبرو د پرانستې پر مهال وویل، چې حکومتي پلاوی د خبرو اترو لپاره په ښه نیت دوحې ته رارسیدلی، چې له طالبانو سره د  ۴۰ کلنې جګړې او وینې تویدو مخه ونیسي.

هغه ویلي: مونږ باور لرو، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو د لاسته راوړنو ساتل او وده  د خلکو د ارادې پر بنسټ د داسې سیستم په جوړولو کې مرسته کولی شي، چې د تېرو څلور لسیزو په اوږدو کې د هېواد د خلکو د بېساري حقونو او مقاومت لپاره د مبارزې او جهاد پایله ده.

د سهار ۱۰:۳۰ – د پرانستلو مراسم روان دي. د قطر چارواکي ټولو استازیو ته ښه راغلاست وايي.

تاپ

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۴۰۰)

بیات بنیاد له نړیوالو غواړي، چې د ژمي له رارسېدو مخکې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په کمپاین کې له دې بنسټ سره پوره ونډه واخلي.

بیات بنسټ

https://bayatfoundation.org/about-us

په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې جوړ او له همغه وخت راپدیخوا یې له اړمنو کورنیو سره بشري مرستې کړې دي.

همدا اوس د دې بنسټ پرلپسې مرستې ستاسې له مرستو سره تړلې؛ ځکه، چې وروستیو بدلونونو لکه وچکالۍ، د کرونا ویروس خپرېدل او په افغانستان کې رامنځته کېدونکي اقتصادي بحران سم نیم وګړي یا شاوخوا ۲۲،۸ میلیون کسان زیانمن او له لوږې سره مخ کړي دي.

له بلې خوا، ژمی په بیړه مخ پر نږدې کیدو دی؛ د واورو د اورښت او ټرانسپورټي لارو د بندیدو له کبله به میلیونونه اړمن کسان له بشري مرستو بې برخې شي. له همدې کبله بیات بنیاد ته ډېره اړینه ده، چې د مرستو رسولو هڅې ګړندۍ کړي او له لوږې سره مخ خلکو ته نورې بېړنۍ مرستې ورسوي.

بیات بنیاد تر دې دمه په کندهار، هرات او مزارشریف ولایتونو کې زرګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي رسولي او وېشلي او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

https://bayatfoundation.org/programs/latest-news/

دې موخې ته د رسېدو او د دې بهیر د روان ساتلو لپاره دا بنسټ د دولتي او خصوصي سکټور مالي ملاتړ ته اړ دی.

د بسپنې له ورکولو سره کولی شوو؛ زیانمنونکي افغانان له خوارځواکۍ او مړینې  وژغورو- مهمه نده، چې مرسته مو څومره ده؛ څه لږ څه ډېره!

د نغدو مرستو لپاره همدا اوس

http://www.helpafg.org

ته سر ښکاره کړئ.

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!