تازه خبرونه
د افغانانو د خپلمني خبرو په پیلولو کې ځنډ او خنډ راوستل بې ګټې دي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ټینګار کوي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې ځنډ؛ د دې بهیر ویجاړوونکیو ته د خنډ زمینه برابروي.
خلیلزاد ویلي؛ له غني او عبدالله سره یې په خبرو کې ټینګار کړی، چې د خبرو د پیل لپاره پاتې شوي کارونه باید ژر تر ژره تر سره شي.
داسې ښکاري، چې اوس هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره زمینه نده برابره شوې او زلمی خلیلزاد په دې برخه کې پر شته خنډ او ځنډ اندېښنه ښیي.
4/4 On peace we emphasized the immediate step is to rapidly resolve the remaining issues surrounding the start of intra-Afghan negotiations. Delay provides opportunities for spoilers.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 3, 2020
د کابل اوسیدونکی صابر ابدالي په دې اړه څرګنده کړې، چې خپلمنځي خبرې باید له ځنډ پرته پیل شي.
یو بل هېوادوال ولی الله ساپي څرګنده کړې؛ خلک نور د ناامنیو او وژنو زغم نلري. د حکومت او طالبانو مشران باید سولې ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په وړاندې یو اختلافي مورد د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره د افغان حکومت مخالفت او دغه راز د طالبانو لخوا په بریدونو کې زیاتوالی دی.
د طالبانو د پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي: له ځنډ او خنډ پرته باید بندیان خوشې او خپلمنځی خبرې پیل شي.
د امریکا د ولسي جرګې د پوځي خدمتونو جرګه ګۍ یوه لایحه تصویب کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل مشروطوي.
ځینو پخوانیو امریکایي چارواکو هم ویلي، چې دونالد ترمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پایه په افغانستان کې خپل څلور زره سرتېري ساتي.
تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د همدې میاشتې په بهیر کې د دوحې پر کوربتوب پیل شي؛ خو ټاکل شوې، چې مخکې له دې به د افغانستان د سولې په اړه شاوخوا شل هېوادونه یوه ناسته جوړه کړي.