تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل غوښتنه وکړه
د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د امریکا، اروپايي هېوادونو، روسیې، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، هند او د یو شمېر نړیوالو ټولنو استازو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

د اسلامي همکاریو ټولنې د عمومي منشي استازي د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره له اسلامي امارت سره د رغنده او دوامداره خبرو غوښتنه وکړه.
طارق علي بخیت ویلي، چې دا ټولنه له اسلامي امارت سره د ښځو د زدهکړو، کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده تعامل روان ساتي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په ایکس پاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ بخیت په خپلو خبرو کې د افغانستان او خلکو له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یوې کړنلارې له مخې د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه ویلي، دې موخې ته د رسیدو لپاره د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د پرلهپسې او رغنده تعامل له لارې ممکن دي.
د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ ناسته د دوشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې پای ته ورسېده.
د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د امریکا، اروپايي هېوادونو، روسیې، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، هند او د یو شمېر نړیوالو ټولنو استازو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.
اړوند خبرونخ:
اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په راتلونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل