تازه خبرونه

د اسلامي نړۍ د عالمانو د لیدنې موخه ملاتړ او سلا مشوره ده ـ ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو د راغلي پلاوي د سفر او لیدنو موخه له اسلامي امارت څخه ملاتړ او د یو لړ مشورو ورکړه ده.

افغانستان ته د اسلامي نړۍ د عالمانو راغلي پلاوي تېره ورځ د خپل سفر په لړ کې د پوهنې او دفاع وزاتونو او سترې محکمې له چارسمبالو سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو له پلاوي سره په لیدنه کې د اسلامي هېوادونو د هر اړخيزو همکاریو او ملاتړ ترڅنګ د حکومتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو پر ټینګولو ټینګار کړی دی.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي. له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د اسلامي نړۍ د عالمانو پلاوي مشر داکتر علي محمد قره داغي ویلي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله وه او د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس خلک په بشپړ خوندي چاپېریال کې ژوند کوي.

دغه راز د اسلامي نړۍ د عالمانو له پلاوي سره په کتنه کې د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا ویلي؛ زمونږ هېواد ته ستاسې سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې نړيواله ټولنه اوس هم زمونږ په اړه منفي نظر لري او مونږ له تاسې غواړو، چې له افغانستان څخه له بېرته ستنېدو سره سم نړۍ ته زمونږ د هېواد رښتيني انځور وړاندې کړئ.

د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني بیا د اسلامي نړۍ د عالمانو له پلاوي سره په لیدنه کې له ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه د قطر هېواد د عالمانو له لازمې مرستې او همکارۍ مننه کړې او څرګندوي: مونږ د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه د قطر هېواد له عالمانو مننه کوو، چې تل يي له مونږ سره لازمه همکاري او مرسته کړې ده.

 افغانستان ته د اسلامي نړۍ د عالمانو راغلي پلاوې پر بېلابېلو موضوعاتو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې کړي؛ خو تر دې مهاله د نجونو د زدکړو د پیلېدا په اړه کوم څه ویل شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version