تازه خبرونه

د اسلامي لارښوونو په پام کې نیولو سره به په دولتي پوهنتونونو کې حضوري زدکړې پیل شي – حقاني

Published

on

(Last Updated On: )

 د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي ویلي، چې نرینه او ښځينه زدکړیالان کولی شي د اسلامي لارښوونو په پام کې نیولو سره په دولتي پوهنتونونو کې زدکړې روانې وساتي.

د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د یوې اوونۍ په بهیر کې به په دولتي پوهنتونونو کې حضوري زدکړې پیل شي.

شیخ عبدالباقي حقاني زیاته کړې، چې یوازې تعلیم او پوهه کولی شي هېواد د پرمختګ پر لوري بوځي.

 د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي شیخ عبدالباقي حقاني ويلي، چې د پوهنتونو زدکړې به پر نړیوالو معیاریونو برابرې او د کانکور آزموینې او تحصیلي بورسونو په وېش کې به د تېر پر پرتله رڼښت رامنځته شي.

شیخ حقاني زیاته کړې؛ د دولتي پوهنتونونو او زدکړو په اړه خبرې روانې دي او په دې اړه بشپړ چمتووالی نیول شوی او د یوې اوونۍ په بهیر کې به زدکړې پیل شي.

د لوړو زدکړو وزارت ټینګار کړی، چې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګیو بېلول د شریعت د عملي کولو لپاره یو اړین کار دی.

د لوړو زدکړو چارسمبالی شیخ عبدالباقي حقاني وایي: د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره مو غونډې وکړې. دوی وړاندیز وکړ، چې د نجونو او هلکانو د ګډو زدکړو پای ته رسول غواړو او دا پلې شوې طرحه ده او علمي شوری پرېکړه کړې، چې د نجونو او هلکانو ټولګي باید بېل او یا په بېلو وختونو کې ټولګیو ته راشي. درېیمه طرحه دا ده، چې په صنفونو کې سره بېل کړ شي.

نوموړي ويلي، چې د هېواد پرمختګ هله شونی دی چې د  تعلیمي او تحصیلي بسټونو ظرفیتونه لوړ شي او غوره کدرونه وروزل شي.

هغه وایي: مجاهدینو خپل فرض ادا کړ او خپلو سیمو ته ځي؛ د زدکړو خصوصي او دولتي بنسټونه باید هیلې راوټوکوي، چې افغانستان آباد، پرځان بسیا او د نورو هېوادونو سیال کړو. مونږ هیله من یوو، چې د زدکړو له بنسټونو غوره ګټه پورته کړو.  

د شیخ عبدالباقي حقاني د څرګندونو له مخې؛ د کانکور آزموینه به نوره هم رڼه او په تحصیلي بورسونو کې عدالت په پام کې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version