تازه خبرونه

د اسلامي امارت په نظام کې بغاوت او سرغړونه ځای نه‌لري

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت په نظام کې بغاوت او سرغړونه ځای نه‌لري او د امارت ټول غړي اړ دی، چې د مشرتابه د حکمونو اطاعت او پیروي وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د یوې مدرسې د طالب العلمانو د فراغت په مراسمو کې په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت په نظام کې بغاوت او نافرماني نشته او  د اسلامي امارت ټول غړي اړ دي، چې د مشرتابه احکام عملي کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې له تېرو شل کلونو راپدیخوا د امریکا لخوا د اسلامي امارت د مشرتابه تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو د هڅو یادونه وکړه، چې په باور یې د امریکا دغه هڅې بې پایلې پاتې شوې دي.

ستانکزی وایي: په امارت کې هیڅ بغاوت او مخالفت نشته. د اسلامي امارت ټول غړي، له امیرالمؤمنین څخه نیولې تر یوه عادي طالب پورې(په عمل او کلام کې متحد) دي. هیڅ ستونزه نشته. مونږ د مشرتابه لخوا هره پرېکړه منو. مونږ د هغوی د امر اطاعت واجب ګڼو؛ ځکه مونږ له امیر سره بیعت کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د بریالیتوب یوه کلمه د متحدې جبهې درلودل دي.

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلافاتو په اړه وروستۍ اوازې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله او ټینګار یې وکړ، چې د اسلامي امارت د مشرتابه ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ويلي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ تر منځ هیڅ اختلاف نشته. د افغانانو دښمنان هڅه کوي، چې تفرقه واچوي؛ خو هيڅکله به دې هدف ته ونه‌رسيږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د غړیو تر منځ د اختلافاتو په اړه ځینې راپورونه په رسنیو کې خپاره شول؛ خو د اسلامي امارت مسوولین دغه راپورونه ردوي او د  نظام د دښمنانو ادعاوې یې بولي.

Trending

Exit mobile version