تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی جاپان ته روان شو

د جاپاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا پلاوی شاوخوا شپږ حکومتي چارواکي لري، چې د ډیپلوماسۍ، روغتیایي پاملرنې، تعلیم، کلتوري ملکیتونو او نورو پالیسیو مسوول دي.

Published

on

(Last Updated On: )

تمه کېده، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی د یکشنبې پر ورځ ټوکیو ته ورسیږي. دا واک  ته ترلاسه کولو راهیسې جاپان ته د لومړي سفر په توګه دی.

د جاپاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا پلاوی شاوخوا شپږ حکومتي چارواکي لري، چې د ډیپلوماسۍ، روغتیایي پاملرنې، تعلیم، کلتوري ملکیتونو او نورو پالیسیو مسوول دي.

دا سفر د تېر کال د ساساکاوا سولې بنسټ د اجرائیوي رییس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د پخواني مشر تادامیچي یاماموتو لخوا د بلنې په ځواب کې ترسره کیږي.

راپورونه وايي، چې پلاوی به احتمالاً د نورو بشري مرستو غوښتنه وکړي او ممکن د جاپان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه د جاپان له حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

جاپان په افغانستان کې ډیپلوماټیک فعالیتونه روان ساتلي او د ملګرو ملتونو له لارې یې د طبي تاسیساتو ملاتړ کړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې نن (یکشنبه د سلواغې اته‌ویشتمه) د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سره جاپان ته روان شو.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د یو پیاوړي، متحد، پرمختللي، سوکاله، پرمختللي افغانستان او د نړیوالې ټولنې د فعال غړيتوب لپاره له نړۍ سره د درناوي وړ تعامل غواړو.”

د یادونې ده، چې نظري د دې سفر په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

Trending

Exit mobile version