تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي د تاجکستان په خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د تاجکستان د بدخشان ولایت په مرکز خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې پر ورځ په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې د دغه پلاوي مشري د دغه وزارت مالي او اداري رییس محمد موسی امیري کوله.
بلخي ویلي، پلاوي د قونسلګرۍ د اداري چارو د کتنې ترڅنګ د وروستیو واورو ښویېدو له کبله د قونسلګرۍ ودانۍ ته د اوښتو زیانونو ارزونه هم وکړه.
عبدالقهار بلخي تویت کړی؛ دغه پلاوي د قونسلګرۍ د چارو ارزونې ترڅنګ، د افغان قونسلګرۍ ودانۍ له نږدې وليده او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام ته وړاندې کړې ده.
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د تاجکستان په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دې ډلې د پلاوي کومه ویدیو یا انځور خپور کړی ندی.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت تر اوسه د دغه سفر په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت تر اوسه اسلامي امارت ته سپارل شوی ندی او اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت له تګلارې سره سم فعالیت کوي.