Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشر په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو بودجه تصویب کړه

د دې وزارت د نننۍ (پنجشنبه دلیندۍ دوه‌ویشتمه) خبرپاڼې له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به په لوګر، غزني او فراه ولایتونو کې د پېنځه روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت حرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رهبر له لوري د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو لپاره له ۶ میلیارډ افغانیو څخه زیاته بودجه منظوره شوې ده.

د دې وزارت د نننۍ (پنجشنبه دلیندۍ دوه‌ویشتمه) خبرپاڼې له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به په لوګر، غزني او فراه ولایتونو کې د پېنځه روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا نوښت نه یوازې د عامې روغتیا بېخبنا ته د ودې ورکولو لپاره کلکه ژمنتیا ښیي، بلې د خپلو وګدو هوساینې ته دودې لپاره د حکومت ژمنتیا هم پر ګوته کوي.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له سراج الدین حقاني څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې مولوي عبدالکبیري او سراج الدین حقاني په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کډوالو د راستنېدو لپاره یې پر چمتووالي خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره وکتل او له پاکستان څخه د راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره یې د امنیتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې مولوي عبدالکبیري او سراج الدین حقاني په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کډوالو د راستنېدو لپاره یې پر چمتووالي خبرې وکړې.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناستې په بهیر کې د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي حقاني څخه وغوښتل شول، چې د راستنېدونکو کډوالو د بېرته راستنیدو او ځای پر ځای کولو په بهیر کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په دې ناسته کې یو شمېر نورو امنیتي او دفاعي چارواکو هم ګډون کړی و.

د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ “د ناستې په بهیر کې د هېواد د وروستیو بدلونونو او د راستنېدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره د چمتووالي په اړه بحث وشو. “

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې “د راستنېدونکو کډوالو لپاره په ټولو ولایتونو او بندرونو کې چمتووالی نیول شوی دی. هغه پر خلکو، پانګوالو او امنیتي ادارو غږ وکړ، چې له راستنېدونکو افغانانو سره د امکان ترحده مرسته وکړي.”

دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو پیل کړی دی. په تېره اوونۍ کې یې زرګونه افغانان له جبري ایستلي دي.

له بلې خوا کارپوهان د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول اړینه ګڼي.

د راپورونو له مخې، په تېره اوونۍ کې له ۴۴ زره څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه جبري ایستل شوي دي. له دې مخکې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو کمیسیون مشر عبدالصلاح حنفي هم د تورخم بندر څخه لیدنه کړې او له افغانانو، عالمانو او د پاکستان له خلکو یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې “بې عدالتي” ودروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قصاص الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی – د اسلامي امارت رهبر

د قصاص د تطبیق پر ضد له اعتراضونو وروسته د اسلامي امارت رهبر د حج د ښوونکو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې په نننيو شرایطو کې کفار مسلمانان له عبادت څخه منع کوي. په ځانګړي توګه د قصاص د حکم د پلي کولو په اړه. په داسې حال کې، چې قصاص یو الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت رهبر د قصاص د حکم پلي کول د اسلامي نظام یو فرض ګڼي او وايي، چې که څه هم کفار مسلمانانو ته د خپلو دیني دندو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي؛ خو اسلامي امارت به دې فشارونو ته تسلیم نشي، حتا که یې سر هم په دې لاره کې قربان شي.

د قصاص د تطبیق پر ضد له اعتراضونو وروسته د اسلامي امارت رهبر د حج د ښوونکو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې په نننيو شرایطو کې کفار مسلمانان له عبادت څخه منع کوي. په ځانګړي توګه د قصاص د حکم د پلي کولو په اړه. په داسې حال کې، چې قصاص یو الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی.

د شرعي احکامو پر پلي کېدو د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار کې یوه سیمینار ته خپل دا ټینګار هم څرګند کړی؛ دوی به د ټولې نړۍ پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي او اسلامي احکام به پلي کوي.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړي: لکه څنګه، چې خدای پاک د لمانځه امر کړی؛ همداسې یې د انتقام اخیستلو امر هم کړی دی. لکه څنګه، چې هغه د لمانځه امر وکړ پر حدودو یې هم امر کړی؛ خو نن هیڅوک دوی د خدای د حکمونو د پلي کولو لپاره نه مجبوروي، خو دوی د خدای د حکمونو د پلي کولو لپاره ژمن دي. حتا که دا د دوی د ژوند پر بیه هم وي.

نوموړي ویلي، چې دوی نن له یوې لویې ازموینې سره مخ دي او د ټولې نړۍ پر وړاندې به د دین، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او مذهب په اړه جوړجاړی ونکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اعدام سزا عملي کول د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي توګه د بشري حقونو ډلو له مخالفت سره مخ شوي دي. تېره جمعه، اسلامي امارت په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان اعدام کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا د خوراکي توکو د مرستو کمېدا به لوږه نوره هم زیاته کړي

د ټرمپ حکومت د مالي کسر کمولو لپاره د خپل پلان د یوې برخې په توګه د روان کال په جنورۍ کې پرېکړه وکړه، چې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو یا درې میاشتو لپاره کنګل کړي او په دې وروستیو کې یې له خوړو نړیوال پروګرام سره د بېړني خوراکي توکو تمویل ودراوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د امریکا د بېړنیو خوراکي توکو په مرستو کې نوی کمښت کولی شي په افغانستان کې پراخه شوې لوږه نوره هم زیاته کړي؛ ځکه، چې د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو‌اف‌پي) یوازې د نیمایي توکو پر ورکړه له نیمایي بېوزلو ملاتړ کولی شي.

د ټرمپ حکومت د مالي کسر کمولو لپاره د خپل پلان د یوې برخې په توګه د روان کال په جنورۍ کې پرېکړه وکړه، چې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو یا درې میاشتو لپاره کنګل کړي او په دې وروستیو کې یې له خوړو نړیوال پروګرام سره د بېړني خوراکي توکو تمویل ودراوه.

د ډبلیو‌اف‌پي د څرګندونو له مخې؛ د وروستو وروستی کمښت که پلي شي؛ نو “د میلیونونو خلکو لپاره د د اعدام حکم دی”.

د ډبلیو‌اف‌پي چارسمبالي(سرپرست) هېواد مشرې موټینټا چیموکا نړیوالو بسپنه ورکوونکو څخه وغوښتل، چې د افغانستان ملاتړ روان وساتي؛ ځکه، چې د نړۍ دوه‌یم لوی بشري ناورین سره مخ دی.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا مهال یوازې د شته سرچینو پر بنسټ د خوړو نړیوال پروګرام کولی شي د کال په اوږدو کې له اته میلیون خلکو سره د خوړو مرسته وکړي؛ هغه هم که نور نړیوال مرستندویان خپلې ژمنې عملي کړي.

ډبلیو‌اف‌پي پلان لري، چې په راتلونکو میاشتو کې له لوږې سره د مبارزې لپاره دوه میلیون خلکو ته د خوړو مرسته چمتو کړي؛ خو چیموکا د محدود تمویل په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!