Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشرانو په دوحه کې له اروپايي او بریټانیاوي چارواکو سره وکتل

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۷ ) په قطر کې له اروپايي ټولنې او بریتانیاوي چارواکو سره وکتل.

نوموړی د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکايي او اروپايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی، له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره یې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې د متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکولسون او مل پلاوي سره دوه ورځنۍ هراړخیزې لیدنې وکړې.

عبدالقهار بلخي ویلي؛ دواړو لوریو د افغانستان د بشري وضعیت، روغتیا، امنیت، د سفرونو د خوندیتوب او د مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې: د اروپايي ټولنې پلاوي له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام لپاره چمتووالی څرګند کړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د دفتر د شتوالی په اړه د بشري مرستو له برابرولو ډاډ ورکړ.

نوموړي دا هم ویلي، چې افغان پلاوي دوی ته د امنیت ډاډ ورکړ او په ورته وخت کې یې د سیاسي او بشري ملحوظاتو د جلا کولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د همکارۍ له لارې پرمختګ ته اړتیا ده، نه د فشار له لارې.

مولوي متقي همدا راز په دوحه کې د بریټانیا له سفیر سره هم وکتل او دواړو لوریو د افغانستان پر بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د عبدالقار بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوي دوى ته په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او له نړۍ سره يې د مثبتو اړيکو د ټينګښت لپاره د افغانستان پر هڅو ټينګار وکړ.

اروپايي ټولنې هم د یکشنبې پر ورځ ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ناسته تائید کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانستان د بشري وضعیت او “جدي اندېښنو” ترڅنګ د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي حریم پر فعال ساتلو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: د خبرو اترو موخه د اروپايي ټولنې لخوا د اسلامي امارت د موقت حکومت په رسمیت پېژندنه نده، بلکې د اروپايي ټولنې د عملیاتي ښکېلتیا یوه برخه د اروپايي ټولنې او د افغانستان د خلکو په ګټه ده.

اروپايي اتحادیې څرګنده کړې؛ اروپايي ټولنې ژمنه کړې، چې د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو تر وتلو پورې به هغه افغانان بخښي، چې له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د افغانانو او د هغوی د متحدینو پر ضد جنګېدلي دي.

اسلامي امارت هم پخپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که وغواړي افغانان او بهرنیو اتباعو ته اجازه ورکړي، چې له افغانستان ووځي او په بدل کې یې د کابل په هوايي ډګر کې د عملیاتو د دوام لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

دواړو لوریو د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د اروپايي ټولنې پلاوي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو، د نجونو د تعلیم دودولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هغو ډلو مخه ونیسي، چې د نورو امنیت له خطر سره مخ کوي.

د اعلامیې له مخې؛ اسلامي امارت له “اسلامي اصولو سره سم” د بشري حقونو څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې په افغانستان کې د تړلیو ډیپلوماټیکو ماموریتونو د بیا پرانستلو هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د پلاوي او امریکایي استازیو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ  د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نوي پړاو خبرې پیلیږي او اسلامي امارت تمه لري، چې په دغو خبرو کې به له امریکا سره د افغانستان د شتمنیو د خلاصون په اړه هوکړه وشي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټرۍ ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه وه.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!