تازه خبرونه
د اسلامي امارت لخوا په رسنيو هيڅ ډول بنديز ندى لګول شوى – فراهي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ويلي، چې د اسلامي امارت لخوا په رسنيو هيڅ ډول بنديز ندى لګول شوى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال له آريانانیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر رسنیو د اسلامي امارت لخوا هیڅ ډول بندیز ندی لګول شوی او رسنۍ کولی شي د اسلامي اصولو له رعایت کولو سره فعالیتونه تر سره کړي.
حیات الله مهاجر فراهي زیاته کړې، چې د بیان د آزادۍ شرایط د هر فرد له نظره توپیر لري او د دې آزادۍ لپاره هغه تعریف، چې په لویدیځ کې دی؛ په یوه اسلامي هېواد کې نشي عملي کېدی.
نوموړي دا هم ویلي، چې رسنۍ د فعالیت حق لري؛ خو باید اسلامي او افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې نکړي.
فراهي زیاته کړې؛ ځینې ستونزې، چې د نظام په پیل کې له رسنیو سره موجودې وې اوس له منځه تللي او د رسنیو او اسلامي امارت تر منځ اړیکې د تفاهم او تعامل پر بنسټ ولاړې دي.
فراهي د ښځینه خبریالانو لپاره ځانګړې سپارښتنې، محدودیتونه نه ګڼي او وايي؛ د حجاب اغوستل یوه شرعي مسله ده، چې پر ټولو یو شان تطبیقېږي.
مهاجر فراهي ويلي، چې د نظام په لومړیو کې د رسنیو او اسلامي امارت تر منځ یو لړ ستونزې موجودې وې؛ خو اوس ټولي ستونزي حل شوي دي او هيڅوک هم د خبریالۍ فعالیت پر تور زنداني شوي ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لسګونه پېښې ثبت کړې؛ خو اسلامي امارت د دا ډول احصائیو خپرول ډېر حقیقي نه ګڼي.