تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې ومنل شي

مولوي عبدالکبیر وایي: افغانستان د انرژۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او په نورو برخو کې د پانګونې ښه وړتیا لري.

Published

on

(Last Updated On: )

د ازبکستان لومړي وزیر د ریاست الوزراء د دفتر له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د افغان – ټرانس پروژې له پلي کېدا د خپل هېواد له چمتووالي ډاډ ورکړ او وایي، چې د اسلامي امارت سفیر به ډېر ژر په رسمي توګه ومنل شي.

د ارګ د ایکس پاڼې د خبرپاڼې له مخې د ریاست الوزراء د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف سره وکتل.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف ویلي: ازبکستان لومړنی هېواد و، چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پیل کړې او اوس یې هم رسمي اړیکې د ښه نیت او همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.

هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ازبکستان لومړي وزیر زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی او د کانونو، برښنا، کرنې، د تاریخي ابداتو او ځایونو د بیارغونې او ساتنې په برخو کې به د ازبکستان او د افغانستان ترمنځ کلتوري همکاریو روانه وي.

هغه د ټرانس – افغان پروژې د پلي کېدا په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي په اړه ډاډ ورکړ او په دې اړه وایي؛ ازبکستان به د اوسپنې پټلۍ او هوايي چلند په برخو کې ۱۰۰ کسه څانګوال او متخصصین وروزي او ۵۰۰ افغان محصلینو ته به د کرنې په برخه کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ازبکستان لومړي وزیر یادونه کړې، چې ازبکستان د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته خپلې تجربې او اسانتیاوې وړاندې کوي او افغان محصلینو او سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

عبدالله عارف‌اوف زیاته کړې، چې ډېر ژر به په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر رسماً ومنل شي.

نوموړي د رییس الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاشکند د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.

له بلې خوا د مولوي عبدالکبير کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر له سفر هرکلى وکړ او وایي، چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او دوستۍ د پراختيا څرګندونه کوي.

هغه ویلي، ازبکستان د یوه بې طرفه ګاونډ دی تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی او اسلامي امارت له ازبکستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت او ارزښت ورکوي.

مولوي عبدالکبیر وایي: افغانستان د انرژۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او په نورو برخو کې د پانګونې ښه وړتیا لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي، چې د افغانستان جغرافياوي موقعیت د سیمه‌ییز اتصال مرکز وګرځوي او منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي؛ ځکه د افغانستان او ازبکستان تر منځ له ټرانزیټ او همکارۍ پرته د سیمې نښلول ناشوني دي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو سیمه‌ییزو پروژو ته چمتو دی او د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې له ثبات او پرمختګ سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان لومړی وزیر له یوه پلاوي سره پرون کابل ته راغلی او له بېلابېلو حکومتي چارواکو سره یې لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version