سوداگري

د اسلامي امارت رهبر د صنعتي پارکونو قانون توشیح کړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ویلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شي او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شوی او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.

د ” پر ننګونو او فرصتونو د خصوصي سکټور خبرې ” تر سرلیک لاندې پروګرام کې نورالدین عزیزي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د لویو او نیمګړو پاتې پروژو د بنسټیزو کارونو او پانګونې په اړه فکر وکړي او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بانکي ستونزې حل کړي.

نوموړی د نړۍ بشردوستانه مرستې د افغانستان د ستونزو د حل لار نه‌ګڼي او دا یو ډول سوداګري ګڼي، چې د افغانانو بې‌وزلي زیاتوي.

نورالدین عزیزي ویلي: ملاتړ دا ندی، چې مونږ راشو، راټول شو او انځورونه واخلو او نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کړو، چې مونږ کار وکړو؛ دا کار ندی. باید بنسټیز ملاتړ وکړو.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ویلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شي او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.

هغه ویلي؛ دا د خصوصي سکټور لپاره ښه خبر دی. ان‌شاالله په راتلونکي کې به د ځمکې وېش پیل شي. شاوخوا ۶۰۰ غوښتونکي غواړي، چې په بېلابېلو زونونو کې فابریکې جوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له تېرو درې کلونو راپدیخوا افغانستان له اقتصادي رکود سره مخ دی. د یوناما مرستیال د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره د خصوصي سکټور ملاتړ اړین ګڼي. هغه په ​​دې کتنه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له خصوصي سکټور څخه تر بشپړ برياليتوبه ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې انډریکا رټواټه ویلي: د افغانستان خلک باید د ځان‌بسیاینې پر لوري حرکت وکړي او پخپلو پښو ودریږي. خصوصي سکټور زمونږ لپاره د ځان‌بسیاینې پر لور مهم رول لوبوي. له بده مرغه مونږ وینو، چې افغانستان له تېرو درې کلونو راپدیخوا له اقتصادي رکود سره مخ دی. دا زمونږ د ټولو مسوولیت دی، چې د افغانستان خصوصي سکټور د بریا لوړو پوړیو ته ورسوو.

د خصوصي سکټور استازو هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له‌خوا په لویو او بېخبنایي پروژو کې پر پانګونې ټینګار وکړ. دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د بانکي ستونزو ترڅنګ د افغانستان د خصوصي سکټتور ستونزې له هېواده بهر حل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي: راځئ، چې د پیسو د لېږد په برخه کې زمونږ بانکي ستونزې اوارې شي؛ ځکه له ګاونډ هېوادونو څخه ته ۱۰۰ زره ډالر پر ۲۰۰ دالرو لېږدول کیږي. په افغانستان کې دا لګښت ۲۰۰۰ ډالر دی. دغه راز د کوچنیو پورونو په برخه کې هم باید له مونږ سره بشپړه همکاري وشي.

ویل کیږي، چې څه باندې ۱۰۰۰ خصوصي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.

 

اړوند خبرونه:

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل

ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي

Trending

Exit mobile version