روغتيا

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قطر ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي: د دغه وزارت سرپرست وزیر داکتر قلندر عباد د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ قطر ته ولاړ.

عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ دغه پلاوی به قطر ته په خپل شپږ ورځني سفر کې له دې هېواد سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ، د افغان داکترانو د وړتیا لوړونې او د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستې په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر او ورسره پلاوی به په قطر کې له یو شمېر پرمختللیو روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.

داکتر قلندر عباد له دې مخکې ویلي وه، چې په تېرو دولس کلونو او امریکايي اشغال کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې هیڅ کار ندی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د افغان داکترانو د پوهې او مسلکي تخصص کچه لوړه او افغانستان نور د درملنې لپاره بهر ته د تګ اړتیا ونه‌لري.

Trending

Exit mobile version