تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رسنیو مرکز نوي رییس قاری یوسف احمدي د نده پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د حکومت د رسنیو د مرکز نوی رییس قاری یوسف احمدي په رسمي بڼه د حکومت د رسنیو مرکز د نوي رییس په تو ګه د نده پیل کړه.

دریاست الوزرا د سترا تیژیکو اړیکو ریاست مسوولینو د حکومت د رسنیو د نوي  رییس قاري یوسف احمدي د ورپېژندنې په غونډه  کې ويلي، چې د حکومت د رسنیو مرکز د افغانستان د اسلامي امارت ژبه ده او په  تېرو دوه کلونو کې د نظام  د پالیسو او فعالیتونو د خپرولو او نشر کولو په بهیر کې د پام  وړ هڅې ترسره  کړي دي.

دغه راز ویل شوي، چې د حکومت د رسنیو مرکز د ولس او نظام  ترمنځ  د اړ یکو په ساتلو کې مثبت رول درلود او تر څنګ یې له همدې  مرکز څخه د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغامونه، فعالیتونه، پالیسۍ، خبرې کنفرانسونه د حکومت لخوا ملت ته د حساب ورکولو بهیر او له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د حکومت د مسوولینو د مرکو د تنظم  چاري په منظم ډول سره تر سره شوې دي.

د ریاست الوزرا د سترا تیژیکو اوړیکو رییس احمدالله متقي ویلي؛ د حکومت د رسنیو مرکز د اوسني نظام د ژبې حیثیت لري او مونږ هڅه کوو، چې د ورته د نورې پراختیا زمینه هم برابره کړو، تر اوسه یې د اسلامي امارت د رهبرۍ د عمومي بښنې په ګډون تر اوسه په لسګونه فرمانونه خپاره کړي او کنفرانسونه تر سره کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سعدالدین سعید ویلي؛ زمونږ هیله داده، چې د نوي رییس له راتلو سره د حکومت د رسنیو مرکز او د رسنیو ترمنځ همغږي نوره هم زیاته شي او اړیکي پراخې کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز نوي رییس ويلي؛ هڅه به و کړي،  چې د اطلاع رسونې په برخه کې د تېر پڅېر له ټولو رسنیو سره ښه او نږدې همکاري ولري او هڅه کوي ور سپارل شوی مسوولیت ښه ترسره کړي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس  قاري یوسف احمدي ویلي: زما لپاره دا لوی مسوولیت دی؛ که الله تعالی راته قوت راکړي، چې له دې مسوولیت څخه وکولی شو بریالي بهر شوو. د دفتر له مګرو هیله لرو، چې ټول سره همکاري وکړي او باید ټول سره همکاري وکړو.

د حکومت د رسنیو مرکز، چې نږدې ۱۳ کاله وړاندې د هېواد  د نظام په چوکاټ کې رامنځته شوی؛ تر اوسه يي په سلګونه کنفرانسونه پروګرامونه او د حکومت او ولس ترمنځ د یوه پله د نده تر سره کړې. د دې مرکز غړي هم ل نوي رییس سره د خپلي دوا مدارې او صاد قانه همکارۍ ژمنه کوي.

Trending

Exit mobile version