نړۍ

د اسرائيلو په وړانديز کې د فلسطينيانو غوښتنې له پامه غورځېدلي – حماس

Published

on

(Last Updated On: )

حماس د سې شنبې پر سهار ویلي: د اسرائیلو وړاندیز، چې له قطري او مصري منځګړیو څخه ترلاسه شوی؛ په کې د فلسطیني ډلو یوه غوښتنه هم په پام کې نیول شوې نده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دې ډلې په څرګندونه کې راغلې، چې دوی به هغه وړاندیز مطالعه کړي، چې “بې ځایه” ستایل شوی او منځګړیو ته به خپل ځواب وړاندې کړي.

د حماس یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې دې ډلې د قاهرې په خبرو اترو کې د اسرائیلو د اوربند وړاندیز رد کړی او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د غزې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر وروستي پناه ځای رفح د برید لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

اسرائیل او حماس د یکشنبې پر ورځ مصر ته د خبرو لپاره مرکچیان واستول، چې په کې قطري او مصري منځګړي او همدارنګه د CIA مشر ویلیم برنز هم ګډونوال و.

د برنز شتون د اسرائیلو د اصلي متحد امریکا لخوا په غزه کې د یرغمل شويو اسرائیليانو پر خوشې کولو او د شپږ میاشتو جګړو له کبله بې کوره شويو فلسطیني ملکي وګړو ته د مرستې پر ترلاسه کولو د ټینګار ښکارندویي وکړه.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي علي بارکه رویټرز ته ویلي: مونږ د اسرائیلو هغه وروستي وړاندیزونه، چې مصري لوري مونږ ته وړاندې کړي؛ ردوو. نن مو سیاسي دفتر غونډه کړې او دا پرېکړه یې وکړه.

ویل کیږي، چې د حماس یوه بل چارواکي له دې مخکې رویټرز ته ویلي؛ په خبرو کې کوم پرمختګ ندی شوی.

Trending

Exit mobile version