تازه خبرونه
د ازبکستان هېواد راغلیو عالمانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له چارسمبالي سره وکتل
نورمحمد ثاقب وایي: د ازبکستان هېواد د جېدو عالمانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو راتګ د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس سره د ښه ګاونډیتوب، نیک نیت، او ګډو متقابلو ګټو د تعامل اوهمکاریو ښکارندویي کوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي نورمحمد ثاقب پر بلنه د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې د مشر نورالدین خالق نظر پر مشرۍ مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ خوشاله یوو، چې د دوست ګاونډ هېواد ازبکستان د دیني عالمانو د پلاوي کوربتوب کوو.
نورمحمد ثاقب وایي: د ازبکستان هېواد د جېدو عالمانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو راتګ د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس سره د ښه ګاونډیتوب، نیک نیت، او ګډو متقابلو ګټو د تعامل اوهمکاریو ښکارندویي کوي.
نوموړي زیاته کړې: د ازبکستان هېواد د عالمانو دا سفر مونږ ته فرصت راکوي، چې د ګډو ارزښتونو او باورونو پر بنسټ نوې همکارۍ او اړیکې رامنځته کړو او د دې سفر له لارې به د یو او بل د کلتور، تاریخ او ارزښتونو په اړه د ښه پوهیدو زمینه برابره شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالی وایي: مونږ د نړیوالو او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو له وګړو څخه غوښتنه کوو، چې افغانستان ته سفرونه وکړي او حالات له نږدې وڅاري.
د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر نورالدین خالق نظر د سفر له بلنې د مننې تر څنګ ویلي؛ دا سفر زمونږ د ګډو ارزښتونو او باورونو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت دی او زه خوشحاله یم، چې له تاسې سره یم.
نوموړي زیاته کړې: ازبکستان او افغانستان دواړه اسلامي او اونډي هېوادونه دي او په دیني، کلتوري، مذهبي چارو کې زیات ورتهوالی لري او د اړیکو د پوره ټینګښت او د همکاریو د پراختیا لپاره زمونږ دغه شان سفرونه او لېدنې ګټوري او حیاتي دي.
ویل کیږي، چې د ازبکستان هېواد د جېدو عالمانو پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو او عالمانو سره د لیدنو ترڅنګ د هېواد له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو هم لیدنه وکړي.