تازه خبرونه
د اختر په ۳ ورځو کې ۱۲ زره ۲۱ سیلانیانو بلخ ته سفر وکړ
یو شمېر هغو هېوادوالو، چې د دې ولایت له تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې؛ له رامنځته شوي امنیت څخه رضایت څرګند کړی او په دې سیمو کې د نورو تفریحي اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ويلي، چې د اختر په درې ورځو کې له ۱۲ زره څخه زیاتو کورنیو او ۲۱ بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت له تفریحي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
یو شمېر هغو هېوادوالو، چې د دې ولایت له تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې؛ له رامنځته شوي امنیت څخه رضایت څرګند کړی او په دې سیمو کې د نورو تفریحي اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
پسته مزار سیمه، چې د بلخ ولایت په مارمل ولسوالۍ کې موقعیت لري او له مزار شریف ښار څخه ۲۰ کیلومټره لرې ده، یو له هغو سیمو څخه ده، چې په دې ورځو کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د زرګونو کورنیو سیلانیانو کوربتوب کوي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د څرګندونو له مخې؛ د اختر په درې ورځو کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو او ۲۱ بهرنیو سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی.
یو شمېر سیلانیان له رامنځته شوي امنیت څخه رضایت څرګندوي او د تفریحي اسانتیاوو په ګډون د رسټورانټونو، جوماتونو، بازارونو او په سیاحتي ځایونو کې د څښاک اوبو د چمتو کولو غوښتنه کوي.
خو د بلخ سیمهییز چارواکي د دې ولایت په تفریحي سیمو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له هڅو خبره کوي.
پر پسته مزار سربېره د قوشټېپي کانال، د دشت شادیان، د آمو سیند او د خواجه سکندر چینه په بلخ ولایت کې نورې تفریحي سیمې دي، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شتون شاهدې دي.