لوبی
د احمدشاه ابدالي فرست کلاس کرکت تورنمنت پیل شو

د شنبې پر ورځ د تلې پر ۱۶ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې د احمدشاه ابدالي د فرست کلاس سیالیو پېنځم پړاو پیل شو.
په دې سياليو کې پېنځه سيمه ييزې لوبډلې برخه لري، چې همهاله به د خوست او ننګرهار ولايتونو په دوه بېلابېلو ځايونو کې سيالي وکړي.
دغه سیالۍ د تلې له ۱۶ څخه پیل شوې او د لړم تر ۲۰ به روانې وي. په دغو ۳۵ ورځو کې به ټولټال ۱۱ لوبې ترسره شي، چې فاینل لوبه به یې د لړم پر ۱۶ نېټه ترسره او د فاینل په ګډون به شپږ لوبې د خوست په ملي لوبغالي او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې ترسره شي.
د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې سپین غر لوبډلې د آمو سیمه ییزې لوبډلې سره او په خوست کې د بند امیر اتله لوبډله د مس عینک له لوبډلې سره په خپله لومړۍ لوبه کې مخامخ شوه.
د افغانستان کرکټ بورد د څرګندونو له مخې؛ دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه مهمه برخه ده او تر ډېره به په افغانستان کې د لوبغاړیو او لوبې په وده کې مرسته وکړي.
د احمدشاه ابدالي فرست کلاس تورنمنت د جون په میاشت کې د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ له ترسره کولو وروسته د کال دوه یمه څو ورځنۍ سیالي ده او وروسته به د ۲۰۲۲ غازي امان الله خان سیمه ییز یو ورځنی جام د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.