تازه خبرونه

د آلمان کابینې په افغانستان کې د پوځي ماموریت غزول وغوښتل

Published

on

(Last Updated On: )

د جرمني حکومت د چارشنبې پر ورځ پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت لږ تر لږه  ۱۰ میاشتې نور هم وغزوي.

آلماني رسنیو د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې دغه نوې مسوده د دې لپاره د حکومت کابینې منلې، چې د سولې خبرې په افغانستان کې بریالۍ تر سره شي؛ خو دا مسوده د پارلمان د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري.

د آلمان اوسنی ماموریت د روان کال په مارچ میاشت کې سرته رسیږي.

دویچه ویله څرګندوي؛ د آلمان د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د کابینې د پرېکړې له مخې به په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي ماموریت د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۱۳ روان وي.

د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي؛ د ماموریت د نوې نېټې په پرېکړه کې د افغانستان پېچلي وضعیت ته پوره پاملرنه شوې او تر هغې به روان ناامنه وضعیت او ګواښ هم بدلون ومومي.

آلمان په افغانستان کې د ناټو په پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو کې ۱۱۰۰ سرتېري لري، چې له امریکا وروسته دوه یم لوی ځواک دی.

سټیفن سایبرټ زیاته کړې، چې په نوي ماموریت کې به ۱۳۰۰ آلماني سرتېري له بدلون پرته پاتې شي.

د جرمني د حکومت دغه پرېکړه وروستۍ؛ ځکه نده، چې د دې هېواد د پارلمان  ولسي جرګې لخوا تصویب شوې نده.

له دې مخکې د جرمني دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې په اړه حکومت ته مشورې ورکړې وې.

د امریکا نوې اداره هم له طالبانو سره د امریکا د هوکړې، چې د روان کال تر می میاشتې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي؛ پر بیا کتنې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم تېره اوونۍ د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د راتلونکي په اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او پوځي ټلواله به مو په دې هېواد کې د خپلې ښکېلتیا له کبله له بېلابېلو خنډونو او ننګونو سره مخ وي.

Trending

Exit mobile version