Connect with us

تازه خبرونه

د آسیا پراختیایي بانک مشرانو بورډ د بانک بودجه تصویب کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۳۹۹)

د آسیا پراختیایي بانک د مشرانو بورډ په خپل کلنۍ ناسته کې د دغه بانک د مالي لګښتونو بودجه تصویب کړه.

د آسیا پراختیایي بانک په خپله رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې د دې د مشرانو بورډ د بانک د مالي لګښتونو او د کال ۲۰۱۹ د خالص عاید تخصیص نن په کلنۍ ناسته کې تصویب کړه.

دغه کلنۍ ناسته نن د جمعې پر ورځ د کرونا رنځ له ویرې د ویډیو له لارې په مجازي توګه ترسره شوه.

ښاغلي ماساسوګو آساکاوا، د دغه بانک مشر، غونډې ته د خپلو څرګندونو په لړ کې وویل: “زمونږ سمدستي لومړیتوب د پرمختللي غړو هیوادونو لپاره حیاتي ملاتړ چمتو کول دي ځکه چې دوی د کوویډ۱۹ وبا سره لاس او ګریوان دي او باید خپل اقتصاد د دوامداره ودې په حالت کې وساتي.”

هغه زیاته کړه: “د مالي لګښتونو او د خالص عاید تخصیص په اړه نن ستاسو تصویب ډاډ ورکړ چې مونږ د لویو ننګونو د حل لپاره مالي ثبات لرو چې دا ډاډ سیمه کې د میلیونونو خلکو پر ژوند او اقتصاد ښه اغیزه کوي.”

د مشرانو د بورډ رئیس بیا داسی وویل: “نن ورځ زمونږ انتخاب او هڅې به دا څرګنده کړي چې آیا مونږ کولی شو د اوسنی روغتیایي ناورین او اقتصادي بحران باندې بریالي شو که نه!”

هغه زیاته کړه: “د آسیا پراختیایی بانک باید اوسنې بحران یو فرصت ته واړوي، د کوویډ۱۹ په اړه د موندنو د شریکولو ترڅنګ باید له نادارو هیوادونو مالي ملاتړ پراخ کړل شي.”

د مشرانو د بورډ لخوا یو پریکړه لیک تصویب شو چې پر اساس یې د کال ۲۰۱۹ عادي پانګې له سرچینو څخه، ۱ اعشاریه ۰۶۹ ملیارډ ډالر د خالص عاید په څیر تخصیص کړل شو.

یاد تخصیص شوي رقم به په دا ډول وویشل شي؛ ۶۱۵ اعشاریه ۷ ملیون ډالر د خالص عاید تولید لپاره د آسیا پراختیایی بانک د پانګوالي ملاتړ لپاره، د آسیا پراختیایی بودجې ته ۲۵۹ اعشاریه ۵ ملیون ډالر چې د آسیا پراختیایی بانک لږعایدلرونکي غړو هیوادونو ته وړیا مرستې ورکوي، د تخنیکي مرستو ځانګړي بودجې ته ۱۳۰ ملیون ډالر، چې په دي کې د کوویډ-۱۹ رنځ د مبارزې ملاتړ هم ښکیل دی، د سیمه ییزې همکارۍ بودجې ته ۳۰  ملیون ډالر، د اقلیم بدلون بودجې ته ۲۴ ملیون ډالر، او ۱۰ ملیون ډالر د آسیا د اوقیانوس ناورین د غبرګون بودجې ته، ورکول کیږي.

د آسیا پراختیایي بانک تل په فعاله توګه خپلو غړو سره مرسته کړې؛ لکه څرنګه چې یې د اپریل په ۱۳ مه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې کڅوړې ته ۲۰ ملیارد ډالرو ور وغورځول.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!