Connect with us

تازه خبرونه

د آسیا پراختیایي بانک مشرانو بورډ د بانک بودجه تصویب کړه

خپور شوی

د

د آسیا پراختیایي بانک د مشرانو بورډ په خپل کلنۍ ناسته کې د دغه بانک د مالي لګښتونو بودجه تصویب کړه.

د آسیا پراختیایي بانک په خپله رسمي ویب پاڼه کې لیکلي چې د دې د مشرانو بورډ د بانک د مالي لګښتونو او د کال ۲۰۱۹ د خالص عاید تخصیص نن په کلنۍ ناسته کې تصویب کړه.

دغه کلنۍ ناسته نن د جمعې پر ورځ د کرونا رنځ له ویرې د ویډیو له لارې په مجازي توګه ترسره شوه.

ښاغلي ماساسوګو آساکاوا، د دغه بانک مشر، غونډې ته د خپلو څرګندونو په لړ کې وویل: "زمونږ سمدستي لومړیتوب د پرمختللي غړو هیوادونو لپاره حیاتي ملاتړ چمتو کول دي ځکه چې دوی د کوویډ۱۹ وبا سره لاس او ګریوان دي او باید خپل اقتصاد د دوامداره ودې په حالت کې وساتي."

هغه زیاته کړه: "د مالي لګښتونو او د خالص عاید تخصیص په اړه نن ستاسو تصویب ډاډ ورکړ چې مونږ د لویو ننګونو د حل لپاره مالي ثبات لرو چې دا ډاډ سیمه کې د میلیونونو خلکو پر ژوند او اقتصاد ښه اغیزه کوي."

د مشرانو د بورډ رئیس بیا داسی وویل: "نن ورځ زمونږ انتخاب او هڅې به دا څرګنده کړي چې آیا مونږ کولی شو د اوسنی روغتیایي ناورین او اقتصادي بحران باندې بریالي شو که نه!"

هغه زیاته کړه: "د آسیا پراختیایی بانک باید اوسنې بحران یو فرصت ته واړوي، د کوویډ۱۹ په اړه د موندنو د شریکولو ترڅنګ باید له نادارو هیوادونو مالي ملاتړ پراخ کړل شي."

د مشرانو د بورډ لخوا یو پریکړه لیک تصویب شو چې پر اساس یې د کال ۲۰۱۹ عادي پانګې له سرچینو څخه، ۱ اعشاریه ۰۶۹ ملیارډ ډالر د خالص عاید په څیر تخصیص کړل شو.

یاد تخصیص شوي رقم به په دا ډول وویشل شي؛ ۶۱۵ اعشاریه ۷ ملیون ډالر د خالص عاید تولید لپاره د آسیا پراختیایی بانک د پانګوالي ملاتړ لپاره، د آسیا پراختیایی بودجې ته ۲۵۹ اعشاریه ۵ ملیون ډالر چې د آسیا پراختیایی بانک لږعایدلرونکي غړو هیوادونو ته وړیا مرستې ورکوي، د تخنیکي مرستو ځانګړي بودجې ته ۱۳۰ ملیون ډالر، چې په دي کې د کوویډ-۱۹ رنځ د مبارزې ملاتړ هم ښکیل دی، د سیمه ییزې همکارۍ بودجې ته ۳۰  ملیون ډالر، د اقلیم بدلون بودجې ته ۲۴ ملیون ډالر، او ۱۰ ملیون ډالر د آسیا د اوقیانوس ناورین د غبرګون بودجې ته، ورکول کیږي.

د آسیا پراختیایي بانک تل په فعاله توګه خپلو غړو سره مرسته کړې؛ لکه څرنګه چې یې د اپریل په ۱۳ مه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې کڅوړې ته ۲۰ ملیارد ډالرو ور وغورځول.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!