سوداگري
د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې وځنډولې
د آسیا پراختیایي بانک د ټاپي ۱۰ میلیارډ ډلرو پروژه، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي؛ د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې پورې وځنډوله.
د آریانا نیوز لخوا د آسیا پراختیایي بانک ADB ته د لیږل شوي برښنالیک په ځواب کې یوه چارواکي منلې؛ دوی نشي کولی دا پروژه تمویل کړي؛ ځکه، چې د افغانستان نوی حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی.
سرچینې زیاته کړې، چې د آسیا پراختیایي بانک د TAPI پروژې ټولې چارې او هڅې تر بلې خبرتیا ځنډولي دي.
دغه راز په دې وروستیو کې پاکستانيو رسنیو هم خبر ورکړی، چې د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې مالي تمویل ځنډولی دی.
د پاکستان نیوز انټرنشنل خپرونې د پاکستان د انرژۍ د وزیر د څرګندونوله مخې په ډاګه کړې، چې د آسیا پراختايي بانک تر بلې خبرتیا پورې د ټاپي پروژې مالي ملاتړ ځنډولی دی. دلیل یې دا دی، چې اسلامي امارت تر اوسه د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی.
د پاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر ویلي: د ټاپي پروژې لویه برخه له افغانستان څخه تېرېږي. اوس، چې د طالبانو حکومت پر رسمیت ندی پېژندل شوی؛ د آسیا پراختیايي بانک د دې پروژې د مالي تمویل کوونکي او همغږي کوونکي په توګه ټول فعالیتونه بند کړي او پروژه یې په ټپه درېدلې ده.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږدولو لپاره د لس میلیارډ ډالرو پر ارزښت د ټاپي پروژه د دې هېوادونو تر منځ یوه له سترو اقتصادي پروژو څخه ده.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې باور دي، چې پاکستان له دغې پروژې سره سیاسي معامله کوي او په دې هڅه کې دی، چې هند ته د دې پروژې ګټه ونه رسيږي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي وه، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.
د اسلامي امارت د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده په دې اړه ویلي وه، چې دوی د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي، چې په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل کړي.
د ټاپي پروژه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او هر کال به شاوخوا ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ته رسوي.
دا پروژه په داسې حال کې د آسیا پراختیايي بانک له خوا ځنډول کېږي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ اووه میاشتې تېریږي؛ خو د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه پر رسمیت ندی پېژندلی.
سوداگري
ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي
د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سېشنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.
د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
سوداگري
د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ
د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.
هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.
ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرلهپسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو