Connect with us

تازه خبرونه

د آسیا پراختیايي بانک د انرژۍ پیاوړي کولو لپاره ۱۱۰ میلیون دالر مرسته کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د آسیا پرمختیايي بانک د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان د انرژۍ سکتور د پیاوړي کولو لپاره ۱۱۰ میلیون دالر وړیا مرسته منلې ده.

دغه بانک په ډاګه کړې، چې دا پروژه به نه یوازې د برښنا د وارداتو د حجم له دوه چنده کولو او ارزانه  کولو سره د افغانستان د برښنا په اوږد مهاله کمولو کې هم مرسته وکړي.

د دغې پروژې له بشپړیدو سره به ۵۰۰۰۰۰ کورنۍ، سوداګریز بنسټونه او بېرودونکي د برښنا له صنعت سره ونښلول شي.

د آسیا پراختیایی بانک د انرژۍ کارپوه نانا ګورګنیدزه ویلي: په افغانستان کې د برښنا غوښتنه چټکه وده لري او دا د دې هېواد اقتصادي ودې ته اړینه ده.

هغه زیاته کړې: دا پروژه به د شبکې پیاوړي کولو او د وارداتي برښنا وړتیا ۹۰۰ میګاواته لوړولو او په  یوه ګړۍ کې تر یوه کاله ۳۰۰ ګیګاوات وارداتي انرژی د رسولو له لارې کورونو او شرکتونو ته خوندي او اقتصادي برښنا چمتو کوي.

افغانستان د برښنا رسولو لپاره پر ګاونډ هېوادونو تکیه شوی او له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا یې د پام وړ پرمختګ کړی، چې دمګړۍ ۳۴ سلنه خلک برښنا ته لاسرسی لري.

د بانک د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به د ازبکستان د سورخان سب ستیشن څخه د افغانستان د خواجه الوان سب ستیشن ته د ۲۰۱ کیلو متره پر کچې پر هوایي مزي ۵۰۰  کیلو ولته برښنا ولیږدوي، چې دا له تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه د برښنا نښلولو یوازنی مرکز دی.

دا پروژه به نه یوازې د خواجه الوان سب ستیشن ته تجهیزات چمتو کړي، بلکې د لس کلونو لپاره به له ازبکستان څخه د برښنا پېرودلو او پلور لپاره هم زمینه چمتو کړي.

سربېره پردې دا پروژې به د ملي برښنا شرکت د ښځینه انجنیرانو په ګډون یو شمېر کارمندانو ته د سرحدي برښنا لیږدونې او بېړنیو عملیاتو په اداره کولو کې روزنه ورکړي.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!