لوبی
د آسیا جام ته له نږدې کېدو سره د سیالیو د مینهوالو لیوالتیا هم مخ پر ډېرېدو ده
د ۲۰۲۳ آسیا جام لوبو ته له نږدې کېدو سره د کرکت مینهوالو لیوالتیا مخ پر ډېرېدو ده او د هېوادونو لوبډلې هم په سیالیو کې د ګډون او بري لپاره د خپلو لوبغاړیو نوملړونه اعلانوي.
یو شمېر هېوادونو تر اوسه د خپلې لوبډلې جوړښت نهدی اعلان کړې؛ خو افغان مینهوال دې د دې لپاره صبر وکړي، چې د کرکت کوم لوبغاړي به په لوبډلو کې راڅرګند شي.
آریانا تلویزیون، چې د دغو زړه راکښونکي تورنمنت او سیالیو د خپرولو حق ترلاسه کړې؛ د لوبو د خپراوي مهالوېش یې هم وروستی کړی دی. په ټول هېواد کې مینهوال کولی شي دا لوبې د اګست له ۳۰ څخه هره ورځ د ماسپښین له ۰۱:۳۰ څخه تر وروستۍ فاینل لوبې، چې د سپتمبر پر ۱۷ نېټه په کولمبو کې ترسره کیږي؛ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
د سږ کال په تورنمنت کې به شپږ لوبډلې برخه واخلي، چې دوه ګروپونه به په کې وي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.
پاکستان، نیپال او بنګله دېش تر دې دمه د ۲۰۲۳ کال اسیا جام لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړي او پاتې لوبډلې به هم ډېر ژر خپلې لوبډلې اعلان کړي.
د کرکت نړۍ د دغو سياليو لپاره چمتووالی نيسي؛ د افغانستان مينهوال هيله من دي، چې په لوبډلو کې به داسې تجربه لرونکي لوبغاړي سرراپورته کړي، چې وکولی شي لوبډله فاينل ته ورسوي.
افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.
دلته کلیک وکړئ.
د سیالیو بشپړ مهالویش لیدلو لپاره داځای کېکاږئ.
