نړۍ
د آسترالیا په یوه هوټل کې قرنطین خونې ته د اور اچولو پر تور یوه میرمن ونیول شوه

د آسترالیا پولیسو د دې هېواد د کایرنز د ساحلي ښار په یوه هوټل کې د قرنطین خونې د اور اچولو پر تور یوه ۳۱ کلنه ښځه تورنه کړې ده.
په اور لګېدنه کې چا ته زیان ندی رسېدلی؛ خو له اورلګېدنې وروسته له ۱۰۰ ډېر کسان له هوټل ایستل شوي دي.
ځایي مسوولینو خبریالانو ته ویلي: دغه ۳۱ کلنه میرمن له تېرو څو ورځو راپدیخوا په قرنطین کې ساتل شوې وه او مونږ پر هغې میرمنې شکمن و او څارله م؛ خو هغه بریالۍ شوه، چې په خپله کوټه کې اوربل کړي.
د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د پېښې پر مهال لدې سره دوه ماشومان هم ول، چې دمګړۍ د پولیسو تر څارنې لاندې دي.
د آسترالیا روغتیایي چارواکو تېره ورځ ویلي وه؛ د سویلي آفریقا یو شمېر، چې نوي دې هېواد ته راغلي وه؛ دوه یې د کرونا ویروس پر اومیکرون بڼې اخته وپېژندل شوي وه، چې په هوټل کې قرنطین شوي.
د یادونې ده، چې اومیکرون لومړی په سویلي آفریقا کې پېژندل شوي او ویل کیږي، چې څارنه او کنټرول یې ستونزمن دی او د امریکا په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو ته هم خپور شوی دی.