لوبی
د آسترالیا ملي لوبډلې افغانستان ته پر۴ منډو ماته ورکړه

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ د شل آوریز نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې له آسترالیا څخه پر ۴ منډو ماته وخوړه.
افغان لوبډلې د لوبې له پچې ګټلو وروسته ته آسترالیا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه او کوربه لوبډلې د ۸ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
د آسترالیا لپاره ګلین مکسویل ۵۴ او میشل مارش ۴۵ منډې وکړې. دیوید وارنر هم ۲۵ منډې زیاتې کړې.
د افغانستان لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې نوین الحق درې آسترالیايي لوبغاړي له منځه یوړل. فضل الحق دوه، راشد خان او مجیب الرحمن یوه یوه ویکته ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې په شل آورونو کې د ۷ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې او و بریالی نشو، چې ټاکلی هدف پوره کړي.
راشد خان پر ۲۳ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې، چې ۴ شپږیزې او ۳ څلوریزې هم په کې وې.
ګلبدین نایب ۳۹ او رحمان الله ګربز ۳۰ منډې وکړې.
په دې لوبه کې د افغان لوبغاړیو غیر معمولي کارکردګۍ د آسترالیا لوبډلې “نیت رن ریت” په منفي حالت کې ساتلی او که سبا انګلستان سریلانکا ته ماتې ورکړي، آسترالیا به د شل آاوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا نکړي.
افغانستان د شل آوریز نړیوال جام په سیالیو کې درې لوبې کړي؛ خو یوه یې هم نده ګټلې. د دې لوبډلې ټاکل شوې دوه لوبې د باران له امله لغوه شوې هم دي.
راشد خان تیت کړی: هغه پایله مو ترلاسه نکړه، چې غوښتله مو؛ خو مونږ به له دې تجربې زدکړو او بېرته به پیاوړي شو.