لوبی
د آریانا سنوکر اتلولۍ مینهوال دې د لوبو په اړه لاندې اړین معلومات ولولي
داځل د سپورټ او سپورټي ټولنې د ودې او پراختیا لپاره ATN ژمنه کړې، چې دا سیالۍ به په کابل کې ترسره شي. دا ټورنمنټ د افغانستان د بلیارډ او سنوکر فډراسیون پر همکارۍ د ATN لخوا په پام کې نیول شوی دی.

د سېشنبې پر ورځ( د سلواغې درویشتمه) له غرمې وروسته ۳ بجې به په ټول هېواد کې د سپورټ مینهوال د آریانا سنوکر اتلولۍ د زړهراکښونکو لوبو د پیل لیدونکي وي. دا لوبې به د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپره شي.
داځل د سپورټ او سپورټي ټولنې د ودې او پراختیا لپاره ATN ژمنه کړې، چې دا سیالۍ به په کابل کې ترسره شي. دا ټورنمنټ د افغانستان د بلیارډ او سنوکر فډراسیون پر همکارۍ د ATN لخوا په پام کې نیول شوی دی.
د هېواد شپاړس غوره سنوکر لوبغاړي به په دې یو اوونیز ټورنمنټ کې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.
ګروپي پړاو سېشنبه او چارشنبه هره ورځ پر ۴ لوبو ترسره کیږي. ټول لوبغاړي به بیا حذفي پړاو ته ولاړ شي، چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره کیږي.
د کوارټر فاینل لوبې د شنبې پر ورځ د سلواغې پر اووهویشتمه / د فبرورۍ پر پېنځلسمه او نیمه پایلوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي. د اونۍ پای به له فاینل سره پای ته ورسیږي، چې د دوشنبې پهرورځ د سلواغې نههویشتمه / د فبروري اووهلسمه ټاکل شوې ده.
د لوبو ګډونوال څوک دي؟
د هغو لوبغاړو تر منځ، چې باید ورته پاملرنه وشي؛ صالح محمدي دی، چې په ۵۳ کلنۍ کې د هېواد لومړی مقام لري.
د ښي لاس دا لوبغاړی له ۱۹۹۰ ز. کال راپدېخوا په سیالیو کې لوبه کوي او له ۵۰ څخه په ډېرو نړیوالو ټورنمنټونو کې یې ګډون کړی دی.
یو بل د درانده وزن لرونکی ۳۵ کلن ښيلاسی نوید نادري دی، چې په هېواد کې دوهیم مقام لري.
په هېواد کې د درېیم مقام لرونکی علي احمد دی، چې هغه هم لوبې ته ولاو دی او د سېشنبې پر ورځ به په درېیمه لوبه کې ولوبیږي. دی هم د ښيلاس لوبغاړی دی.
د ټورنمنټ بڼه
په ګروپي پړاو کې لوبغاړي به په اووه چوکاټونو کې سیالي وکړي. ناک آوټ پړاو او کوارټر فاینل دواړه به نهه چوکاټونه وي. نیمه پایلوبه به ۱۱ چوکاټونه او وروستۍ لوبه به ۱۳ هغه وي.
لوبغاړي او د لوبې جوړښت
ATN به دا پروګرام پر ژوندۍ او ځانګړي بڼه د سېشنبې دسلواغې درړیشتمه / د فبرورۍ یوولسمه او چارشنبه د سلواغې څلیریشتمه / د فبرورۍ دولسمه د ماسپښین پر ۳ بجو پیل کړي.
لومړۍ لوبه: سې شنبه – م. صالح محمدي د ساحل ابراهیمي پر وړاندې. لوبه د ماسپښین له ۳ بجو وروسته پیل کیږي.
دوهیمه لوبه: سېشنبه – م. اقبال حساس د نوید نادري پر وړاندې. لوبه د مازدیګر پر ۴:۲۵ پیل کیږي.
درېیمه لوبه: سېشنبه – علي احمد د صدیق محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۵:۳۵ پیل کیږي.
څلورمه لوبه: سېشنبه – م. رییس هوتک د علي سخي پر وړاندې. خپرونه پر ۶:۵۰ پیل کیږي
پېنځمه لوبه: چارشنبه – زلمی سلامخېل د اسماعیل محمدي پر وړاندې. سیالي د ماسپښین پ ۳ بجو پیل کیږي.
شپږمه لوبه: چارشنبه – اجمل یوسفزی د حسیبالله سلطاني پر وړاندې. سیالي پر ۴:۲۵ پیل کیږي.
اوومه لوبه: چارشنبه – محمد میر نورزی د ابراهیم محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۵:۳۵ پیل کیږي.
اتمه لوبه: چارشنبه – نادر خان روحاني د م. عثمان محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۶:۵۰ پیل کیږي.
مینهوال دې د شته غوراویو د لیدلو لپاره لاندې لښتيیلیک(جدول) وګورئ.
په ټول هېواد کې د ې د سنوکر مینهوال د دغو زړهراکشونکو لوبو په اړه د وروستیو خبرتیاوو لپاره د آریانا ټلویزیون( ATN) او آریانا نیوز(ATNN ) ټولنیزې پاڼې وګوري.
لوبی
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) ویلي؛ د افغانستان پر وړاندې ټاکل شوې لوبلړۍ، چې په کې یوه ټیسټ لوبه، درې ۵۰ اوریزې او درې ۲۰ اوریزې لوبې وې؛ د بودیجې د محدودیتونو له کبله وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وارن ډیویټرم له نورو لوبډلو سره د سیالیو مهالوېش اعلانولو پر مهال تائید کړه، چې د افغانستان سیالۍ به د مالي ستونزو له کبله ترسره نشي.
هغه ويلي: “دا پرېکړه د بودجې د لنډمهاله ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. مونږ باید د کرکټ بورډ له منشور سره سم خپل کار وساتو، چې ټینګار کوي؛ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره پانګونه باید په متوازن ډول ترسره شي.”
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړيتوب لري؛ په ټیسټ لوبو کې دوه ځله سره مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهیمه هغه د ایرلینډ پر بریا پای ته ورسېده.
په پنځوس اوریزو سیالیو کې دې دوه لوبډلو ۳۲ ځله د یو بل پر وړاندې سیالي کړې، چې افغانستان ۱۸ او ایرلینډ ۱۳ ځله ګټلې دي.
لوبی
فیفا پر پاکستان فوټبال لګېدلي بندیزونه لرې کړل
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) د اساسنامې له تعدیل او تصویب وروسته پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه لرې کړل.
د راپور له مخې؛ فیفا د فبروري پر شپږمه پر پاکستان فوټبال فډراسیون (PFF) لګېدلي بندیزونه لرې کړل.
د فیفا شورا دفتر په تېره فبرورۍ کې د پاکستان فوټبال فډراسیون او کانګو فوټبال فډراسیون فعالیتونه له مقرراتو څخه د سرغړونو له کبله ځنډولي وه.
پر پاکستان فوټبال فډراسیون لګول شوي بندیزونه؛ د فیفا شورا د اساسنامې د تعدیل شوې نسخې په تصویبولو کې د پاتې راتلو له کبله ول، چې د عادلانه او ډیموکراټیکو ټاکنو ترسره کول او د دې بهیر د یوې برخې په توګه پر فډراسیون د لګول شويو مکلفیتونو پلي کول تضمینوي.
د فیفا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان فوټبال فډراسیون د قوانینو د تعدیل شوې نسخې له تصویب سره د فیفا ټولې غوښتنې پوره کړې دي.
لوبی
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ کرکټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
د افغانستان د ۲۷۴ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره اسټرالیا په ۱۳ اوورونو کې د یوې وېکټې پر زیان ۱۰۹ منډې جوړې کړې؛ خو لوبه د باران له کبله ودرول شوه.

د جمعې پر ورځ په لاهور کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ لوبه د باران له کبله بې پلیلې پای ته ورسېده، چې له مکبله یې اسټرالیا د اتلانو جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د ۲۷۴ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره اسټرالیا په ۱۳ اوورونو کې د یوې وېکټې پر زیان ۱۰۹ منډې جوړې کړې؛ خو لوبه د باران له کبله ودرول شوه.
د آسټرالیا لوبډله د اتلانو جام دوهیم پړاو ته له څلورو نمرو سره ورسېده، چې دوه یې له دوه لغوه شویو لوبو څخه تر لاسه کړې وې.
د آسټرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت ویلي: “دا یوه ښه پایله ده.” دا هغه څه دي، چې مونږ یې د سیالۍ په پیل کې په لټه کې وو. “تر اوسه پورې په دوه غوره لوبډلو کې شتون او نیمه پای لوبې ته تلل د قناعت وړ دي.”
هغه زیاته کړې: “زه فکر کوم، چې لوبغاړو ډېر ښه کار وکړ او دوی (د افغانستان لوبډله) تر ۲۷۳ منډو پورې محدوده کړه او ما فکر کاوه، چې کله لوبه لغوه شوه؛ نو مونږ په ډېر ښه حالت کې وو.”
افغانستان، چې انګلستان ته یې ماتې ورکړه او درې نمرې لري؛ اوس هم نیمه پای لوبې ته د تګ چانس لري. که انګلستان د نن ورځې په لوبه (شنبه) کې سویلي افریقا ته پر لوی توپیر ماتې ورکړي؛ نو افغانستان به نیمه پای لوبې ته لاړ شي، که نه، نو سویلي افریقا به دې مرحلې ته لاړه شي.
د افغانستان لړبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي: “کله، چې د لوبو خبره راځي؛ تاسې هیڅکله وړاندوینه نشئ کولی، چې څه به پیښ شي.” مونږ اوس هم هیله لرو. “مونږ راتلونکې لوبې ته سترګې پر لار یوو، زه هیله لرم، چې انګلستان یې پر لوی توپیر وګټي.”
هند او نیوزیلینډ د الف ګروپ څخه د څلورو غوره لوبډلو لپاره څلورم پړاو ته لارموندلې.
د جمعې پر ورځ د لاهور په لوبه کې، صدیق الله اتل ۸۵ منډې او عظمت الله عمرزي ۶۷ منډې وکړې.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینهوال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
د دې سیالیو په اړه د معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ATNN ټولنیزو رسنیو پاڼې وګورئ.
-
تازه خبرونه5 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
تازه خبرونه4 days ago
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days ago
پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا
-
لوبی5 days ago
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
-
تازه خبرونه5 days ago
هندي سوداګرو د پنجشېر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښکاره کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
چین له افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
څار: له روسیې سره پر ۳۰ ورخني اوربند د اوکران راضي کېدا
-
تازه خبرونه1 day ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل