نړۍ

د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ په سرحدي جګړه کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې

Published

on

(Last Updated On: )

د سې شنبې پر ورځ (د وږي ۲۲) ارمنستان او آذربایجان د یوې سترې سرحدي جګړې اعلان کړی، چې په کې د دواړو لوریو ځواکونو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

د ۲۰۲۰ کال د جګړې له پای ته رسېدو راپدیخوا د یروان او باکو ترمنځ د نه ګور نو قره باغ  یا غرني قرباغ د ناندریزې سیمې پر سر د دغو دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوږدو کې پرلپسې د نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

د ارمنستان دفاع وزارت په څرګندونه کې راغلي: آذربایجان د سې شنبې پر سهار د ګوریس، سیتک او جرموک ښارونو  پر ارمني پوځي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي.

د دغو څرګندونو له مخې؛ دا هم ویل شوي، چې آذربایجان له څارګرو یا درون الوتکو څخه کار اخیستی دی.

دغه راز د آذربایجان دفاع وزارت هم د ارمنستان د دشکسن، کلبجار او لاچین سرحدي سیمو ته نږدې پر ویجاړوونکیو کړنو تورن کړ او زیاته شوې، چې د آذربایجان د پوځ پوستې پر سنګر ورانوونکیو توپونو ویشتل شوي دي. په داسې حال کې، چې ارمنستان د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د آذربایجان دفاع وزارت د څرګندونو پرته ویلي: د (آذربایجان) پوځ ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

امريکا د يادو بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

تېره اوونۍ ارمنستان پر آذربایجان تور ولګاوه، چې سرتېرو یې په سرحدي ډزو کې یو د دوی یو سرتېری وژلی دی.

تېره میاشت باکو اعلان وکړ، چې خپل یو سرتېری یې له لاسه ورکړی او د نه ګور نو قره باغ پوځ اعلان کړی، چې دوه سرتېري یې وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

دا دوه ګاونډ هېوادونه په دوه جګړو کې، چې یوه یې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې او بله پر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د غرني قره باغ په اړوند سیمه کې په پراخه کچه ښکېل دي.

Trending

Exit mobile version