تازه خبرونه
دوبۍ ګرځندوی ته د بیا ورګرزیدنې چټکې هڅې پیل کړې
دوبۍ د سې شنبې پر ورځ د منځني ختیځ د ګرځندوی د مرکز په توګه د سیاحت او ګرځندوي مرکز بیا پرانسته وکړه او تمه لري، چې بېرته له کرونا څخه دمخه پېرته چټک ګامونه پورته کړي.
د دوبۍ د ګرځندوی او بازارموندنې عمومي مشر هلال ال ماري د چهار شنبې پر ورځ له بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې: کله، چې هر څه خپل پخواني حالت ته ور وګزي؛ مونږ هم پرته له شکه تېر کال ته د ورته اقتصادي ودې لیدو ته سترګې پر لاره یو.
دوبۍ کلونه کلونه تر شا پریښي، چې یو سوداګریز او د ګرځندویانو د پام وړ ګرزیدلی او هر کال میلیونونه لیدونکي راجلبوي.
دوبۍ د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې په مارچ میاشت کې خپلې پولې وتړلې او د قرانطین پراخه هڅې یې پلې کړې. د کابل په ګډون دننه او بهر الوتنې وځنډول شوې او د درې میاشتو لپاره دوبۍ ته د تلونکيو افغانانو لپاره ویزې ورکړ شوي ندي.
په هر حال د تېرې میاشتې په بهیر کې د افغانستان په ګډون لږ شمېر هېوادونو ته الوتنې ورو ورو پیل شوې.
آل ماري د ګرځندوی د بیا پرانستې د وروستۍ هڅې په اړه ویلي: مونږ په رښتیا نن په ښه او غوره وضعیت کې یو؛ خلک ډېر هیله من دي او مونږ د مثبت لوري لیدونکي یو.
هغه دا هم ویلي؛ تر هغه وخته، چې نور هېوادونه پر حالاتو څارنه ولري او چارې عادي شي، مونږ به حتما دا د ګرځندوی بېرته راتګ په توګه وینو.
آل ماري زیاته کړې: وړاندویېنه کوو، چې د کال پای ته پر نږدې کیدو او د بازارونو له خلاصیدو سره خلک بیا پر کار ګمارلو پیل کوي. خلک دې په رښتیا هڅه وکړي، چې دا وده نوره هم ځواکمنه کړي؛ ځکه دا هغه څه دي، چې دوی په خپلو دندو کې ترسره کوي او په کې اخته دي.
دا کار وروسته له هغې شونی شو، چې د سې شنبې پر ورځ د دوبۍ شهزاده شیخ حمدان بن محمد د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر ته ورسید او څرګنده یې کړه؛ متحده عرب امارات چمتو دی، چې د خپل نړیوال هوایي ډګر له لارې نړیوالو ته بیا هم ښه راغلاست ووایي.
شیخ حمدان وویل: ما دوبۍ ته د سیلانیانو د ښه راغلاست لپاره پراته پروتوکولونه بیا کتلي او هغه څه، چې مونږ ولیدل د نړیوالو سیلانیانوبیا راتګ ته د دوبۍ بشپړ چمتووالی ښیي.
هغه څرګنده کړې: مونږ د مسافرو او سیلانیانو د هوساینې او خوندیتوب لپاره ترټولو ډادمن معیارونه چمتو کړي دي.
په هرحال د متحده عرب اماراتو هوایی شرکت د چارشنبې پر ورځ الوتنې د ورځې لخوا کړي او د هغو هېوادونو مسافرینو ته یې خبر ورکړي، چې که غواړي دوبۍ ته الوتنه وکړي؛ نو اړ دي، چې له الوته مخکې د کرونا ویروس کتنه ترسره کړي.
دوبۍ میشتي هوایي شرکت ویلي، چې صحي سندونه باید ۹۶ ګړۍ مخکې له رسیدو صادر شي.
د متحده عرب اماراتو شرکت په ډاګه کړې: متحده عربي اماراتو ته له لاندې هېوادونو یا هوایي ډګرونو څخه سفر کوونکي مسافر باید د حکومتونو او لابراتوارونو لخوا د کرونا ویروس تائید شوي منفي سندونه ولري؛ پرته له دې د الوت اجازه نه ورکول کیږي.
یاد شرکت څرګنده کړې؛ له ټاکل شويو ځایونو څخه تر لاسه شوي روغتیایي سندونه، چې متحده عربي امارات پرې هم خبروي؛ د منلو وړ دي.
دغه اغېزمن هېوادونه شرکتونه دا دي: افغانستان، بنګله دیش، مصر، هند، ایران، پاکیستان، فلیپین، روسیه، تانزانیا، امریکا - دالاس فورټ ورت (DFW) ، هوستن (IAH) ، لاس انجلس (LAX) ، سان فرانسسکو (SFO) ، فورت لادیردیل (FLL) او اورلاندو (MCO) د کالیفورنیا، فلوریدا او تیکزاس میشتي مسافر، چې د اماراتو پر الوت له دوبۍ سره نښلیږي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
لوبی2 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو