تازه خبرونه
دفاع وزارت له ۳۰۰ ډېر تخریب شوي پوځي نقلیه وسایط ورغول

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدرقول اردو تخنیکي ډلې درې سوه تخریب شوي پوځي نقلیه وسایط رغولي دي او کار اخیستنې ته یې چمتو کړل.
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د ابو دجانه تخنیکي ډلې درې سوه ویجاړ شوي پوځي وسایط بېرته رغولي او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي دي.
ملي د فاع وزارت په ډاګه کړې؛ په رغول شویو وسایطو کې ۱۵۰ کاماز ډوله اکمالاتي موټر، ۱۲۵ زرهي هاموی، دوه ضربتي تانګونه ، څلو تیلره ، لس فورک لیفت او ۱۵ هاموې ډوله امبلانسونه شته دي.
ملي دفاع وزارت ويلي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو تخنیکي ډلې هم ۴۱ بېلا بېل پوځي وسایط رغولي او د کار لپاره چمتو کړي دي.
د پوځي چارو کار پوهانو ويلي؛ د دې پوځي وسایطو رغول پدې شرط اسلامي امارت غښتلی کولی شي، چې د مسلکي کسانو لخوا وکارل وشي.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې هم په سلګونه نور نقلیه وسایط د دې وزارت د تخنیکي ډلې له لوري رغول شوي دي.