لوبی

درې افغان کډوال ورزشکاران د المپیک کډوالو لوبډلې ته ومنل شول

Published

on

(Last Updated On: )

د اولمپیک نړیوالې کمېټې (آی او سي) د ټوکیو المپیک سیالیو ته د کډوالۍ ډلې غړي اعلان کړل، چې په کې درې افغان کډوال راغلي دي.

د دغې لوبډلې اووه غړي هغه کډوال دي، چې په آلمان کې اوسیږي.

دغه راز د افغانستان المپیک ملي کمیټې ویلي، چې معصومه علیزاده د فرانسې یوه بایسکل چلوونکی، د بلجیم د تکواندو مبارز عبدالله صدیقي او له روسیې څخه د جودولوبغاړې نګاره شاهین د ټوکیو المپیک ته بلنلیکونه ترلاسه کړي دي.

د افغان ورزشکارانو لنډه پېژندنه، چې د المپیک لپاره غوره شوي:

عبدالله صدیقي: نوموړی له اته کلونو راپدیخوا د تکواندو تمرین کوي.

څلیریشت کلن صدیقي، چې دا مهال په بلجیم کې روزل کیږي؛  په دې وروستیو کې یې له المپیک نړیوالې کمیټې سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې له هېواده د کډوالۍ  او د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یې سپورت د لارې مشال ګرځېدلی دی.

معصومه علی‌زاده: د علیزاده لپاره ټول شیان د فرانسوي ټلویزیون له هغه پروګرام وروسته بدل شول، چې د کابل کوچني شاهزادګۍ نومی یو مستند فلم یې خپور کړ.

دې مستند فلم د هغې له خور زهرا سره په افغانستان کې د یوې ښځې په توګه د بايسکل چلولو ستونزې ښودلې.

علیزاده ای ایف پي ته ویلي: په افغانستان کې نرینه فکر کوي، چې بایسکل ځغلول د ښځو لپاره نامناسب دي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ د دې مستند فلم له لیدو وروسته پاټریک کمونال یو متقاعد فرانسوي وکیل د دغو دوه خویندو ته په فرانسه کې د استوګنې د برابرولو لپاره بشردوستانه پلان جوړ او  دواړه خويندې په فرانسه کې استوګن شول.

علی زاده وایي، د بایسکل چلول د نرینه او ښځینه دواړو لپاره خورا آسانه او مناسب دي.

نګاره شاهین:  په افغانستان کې زیږیدلې او د جودو لوبغاړې ده، چې وزن یې له ۷۰ کیلو ګرام څخه کم دی.

هغه په ۱۱ کلنۍ کې د جودو تمرین پیل کړ او د پاکستان په پېښور ښار کې کډواله وه؛ ځکه، چې د ورزش هنر یې یو کورنی دود و.

هغه د روسیې په یکاټرینبرګ پوهنتون کې د نړیوالې سوداګرۍ زدکړه کوي او په پام کې لري د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړي.

دا ورزشکاران د خپلو وړتیاوو له مخې غوره شوي او په دې لوبو کې به د افغانستان تر درې رنګه بیرغ لاندې لوبیږي.

د دویچه ویلې؛ د دې ډلې اووه غړي په آلمان کې پناه غوښتونکي دي.

د جاپان په المپیک کې سږکال ، له ۱۳ هېوادونو څخه ۵۵ ورزش کوونکیو د پناه غوښتونکیو په المپیک لوبو کې د غړیتوب لپاره د سیالۍ کولو فرصت درلود. پر آلمان سربېره ۲۰ نورو هېوادونو هم پناه غوښتونکو ته د اولمپیک په لوبو کې د ګډون فرصتونه برابر کړي دي.

د جولای پر ۲۳ د المپیک د دغو لوبو لومړۍ ورځ ټاکل شوې مشري له کینیا څخه د نړۍ اتل لیګلا لورپ لخوا کیږي.

د کډوالۍ لوبډلې لومړی ځل د ۲۰۱۶  کال په ټورنمنټ کې برخه واخیسته. په دې وخت کې د ایتوپیا، سوریې، سویلي سوډان او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت لس ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

 

د اولمپیک نړیوالې کمېټې د اکتوبر په ۲۰۱۸ کې پرېکړه وکړه، چې د المپیک کډوالۍ سیالۍ برنامې ته وده ورکړي. د دې لوبو ملاتړ د ملګرو ملتونو د مهاجرینوعالي کمیشنري کوي.

د یادونې ده، چې د دې لوبو ټورنمنټ د کرونا له کبله یو کال و ځنډول شو؛ خو اوس به په دوبي کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version