تازه خبرونه
داکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره او ټولشموله حکومت اعلان کړ

داکتر عبدالله عبدالله هم نن د ارګ تر څنګ خپلو پلویانو ته وویل، چې د راتلونکې لپاره دیارلس د عمل برنامې لري او ډېر ژر به په یو شمېر ادارو کې د اصلاحاتو چارې پيل کړي.
عبدالله عبدالله په داسې حال کې، چې ترڅنګ يې په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم روان ول؛ د لوړې مراسم ترسره او د ارګ تر څنګ یې خپلو پلویانو ته نه یوازې ځان ولسمشر اعلان کړ، بلکې د خپل ټولشموله حکومت لومړي توبونه یې هم وړاندې کړل.
د کاري زمینو برابرول، د بېوزلۍ له منځه وړل، متوازنه پراختیا، له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ اوهمدارنګه د خصوصي سکټور پراختیا د عبدالله عبدالله د حکومت لومړیتونبونه دي.
عبدالله عبدالله د سولې لپاره هم خپل پروګرامونه اعلان کړل او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د خلکو او ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي.
عبدالله عبدالله همدارنګه په تېرو کلونو کې د اصلاحاتو پر بهیر د نیوکې ترڅنګ وویل، چې ډېر ژر به په یوشمېر ادارو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کړي.
ښاغلی عبدالله وايي، چې حکومت يې سولې ته هم برنامې لري او له طالبانو سره به د مذاکرې لپاره یو ټولشموله پلاوی او یوه ملي اجماع جوړه کړي.
که څه هم نن د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو هڅه وکړه، چې د دواړو ټاکنډلو ترمنځ روغه جوړه وکړي؛ خو له غرمې وروسته د عبدالله عبدالله ټاکنډلې اعلان وکړ، چې د دوی خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
خبریال: اکبر لودین