سیمه ییز خبرونه

داكتر عبدالله عبدالله له خپل ټاكنيز سيال سره مناظرې ته حاضر دى

Published

on

(Last Updated On: )

4

د پنجشنبې په ورځ د غبرگولي په لومړۍ نېټه د دوه مخكښو كانديدانو ټاكنيز كمپاينونه پيل شول او د دوى تر منځ سيالي د هرې شېبې په تېريدو نوې بڼه خپلوي.

دا ځل د ولسمشرۍ دوه مخكښ كانديدان د لومړي پړاو ټاكنو په پرتله د ټاكنيزو كمپاينونو لپاره لږ وخت لري او هر يو هڅه كوي، چې په لږ وخت كې زيات امتيازات تر لاسه كړي.

د ولسمشرۍ كانديد عبدالله عبدالله له خپل يوازني سيال داكتر اشرف غني احمدزي سره تلويزيوني مناظرو كې حاضريدو ته چمتوالى ښيي او وايي، په دې سره به خلكو ته خپل پروگرامونه وړاندې كړو.

عبدالله وايي، د ټاكنيزو سياليو فضا بايد سالمه وي، چې دوه يم پړاو ټاكنې له لومړي هغه په ښه توگه تر سره شي.

په دې اساس نوموړي د ټاكنو خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته خپل پروگرامونه وړاندې كړي، چې د دواړو كانديدانو په گټه دي.

ښاغلى عبدالله وايي، په دوه يم پړاو ټاكنو كې به د ښځو حضور پراخ وي او هيله من يم، چې په دې ټاكنو كې د ښځو د گډون فيصدي لوړه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د زلمي رسول لومړي مرستيال او د ولسمشر پخواني مرستیال احمد ضیا مسعود د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

Trending

Exit mobile version