نړۍ
خپلې جاسوسي سپوږمکۍ به له پلان سره سمې وتوغوو – د شمالي کوریا مشر

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد چارواکو ته سپارښتنه کړی، چې له مخکې جوړ شوي پلان سره سم به لومړۍ جاسوسي سپوږمکۍ وتوغوي.
رویترز خبري اژانس نن سهار (چارشنبه د وري ۳۰ ) د شمالي کوریا د مشر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د امریکا او جنوبي کوریا له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد د کشفي وړتیاوو پیاوړیتوب ورته لومړیتوب لري.
د دغه راپور له مخې؛ کیم د خپل هېواد د فضایي پراختیا له ملي ادارې څخه په کتنه کې د شمالي کوریا د څارنې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو مدارونو کې د څو کشفي سپوږمکیو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي د دې سپوږمکیو د توغولو پوره وخت په ډاګه کړی ندی.
کیم په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو شتمنیو ځای پرځای کول د یوې داسې هڅې په توګه غندلي، چې غواړي سویلي کوریا د یرغل لپاره پر پرمختللې اډې او د جګړې لپاره پر وسلو سمباله کړي.
د تېر کال په دسمبر میاشت کې شمالي کوریا هغه څه ترسره کړل، چې د یوې جاسوسي سپوږمکۍ د ازمایښت وروستی پړاو یې نومولی و او په ډاګه کړې یې وه، چې د دې میاشتې تر پایه به یې د توغولو لپاره چمتووالی بشپړ کړي.
فضایي ادارې ته د کیم سفر له هغې څو ورځې وروسته ترسره شوی، چې شمالي کوریا یو نوی وچې ته له وچې ویشتونکی بالستیک توغندی وتوغاوه، چې د تکنالوژۍ کارپوهانو یې له خبرتیا پرته د توغندي توغولو ته لار اوارهول بولي.