تازه خبرونه
خلیلزاد په دوحه کې د خبرو له حکومتي پلاوي سره وکتل

د افغانستان حکومتي پلاوي څرګنده کړې؛ پرون ماښام د افغانستان د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي مشر او یو شمېر غړیو د افغانستان د سولې بهیر له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
حکومتي پلاوي څرګنده کړې، چې د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې بهیر پر ګړندۍ کولو خبرې کړي دي.
حکومتي پلاوي زیاته کړې: د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو د سولې بهیر پر پرمختګونو او د هغې پر ستونزو خبرې وکړې او د ستونزو پر ژر حل یې ټینګار وکړ.
په غونډه کې خلیلزاد د افغانانو پر مشرۍ او واک سولې ته پر رسېدو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد پرون د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
قطري رسنۍ خبر ورکوي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې په بهیر کې د منځګړي په توګه د قطر پر رول ټینګار وکړ.