تازه خبرونه
خلیلزاد د خپلمنځی خبرو له ډلو سره د لیدنې لپاره دوحه ته سفر کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حکومت او طالبانو د خپلمنځی خبرو له ډلو سره د لیدو لپاره دوحې ته سفر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانانو تر منځ په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو سره د لیدنې ترڅنګ د سولې له هوکړې وروسته د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې وکړي.
د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: خلیلزاد به په دې سفر کې د خپلمنځی خبرو له پلاوو سره پر خبرو سربېره د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د دوی تازه جزئیات هم تر لاسه کړي.
دغه راز خلیلزاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړی: زه به دوحې او سیمې ته بیا ولاړ شم، چې د افغانستان په واک او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو اترو او د سیمه ییزو اړیکو، تجارت او د سولې د پرمختګ اړه له ملګرو سره وګورم.
هغه زیاته کړې: نړیواله ټولنه او افغانان هر څه له نږدې څاري او تمه لري، چې خبرې به د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یوه تلپاتې او هراړخیز اوربند په لور حرکت وکړي.
د حکومت او طالبانو د خبرو اترو د پلاوو د غړیو ترمنځ خبرې دوه اوونۍ دمخه پیل شوي؛ خو په خبرو کې پرمختګ اوس هم ندی رامنځته شوی او پر یوه کاري چوکات یې هوکړه نده کړې.
د دغو خبرو څارونکیو ویلي، چې د خبرو په دې پړاو کې منځګړیتوب ته اړتیا لیدل کیږي؛ ځکه راپورونه په ډاګه کوي، چې د پلاوو ترمنځ دوه لانجمن ټکي رامنځته شوي دی.
تېره اوونۍ په ډاګه شوې وه، چې د مذهبي فقې او د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د هوکړۍ په رسمیت پېژندلو کې اختلاف ول.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه13 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ12 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول