تازه خبرونه
خلیلزاد د خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړي
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له تېرو دوه ورځو راپدیخوا له طالبانو او افغان چارواکو سره د خپلمنځي یا بین الافغانی خبرو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه او کابل کې له طالب استازیو او افغان چارواکو سره په دې هیله لیدلي، چې د افغانانو تر منځ خبرې له ځنډ او خنډ پرته ژر تر ژره پیل شي.
زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې د قطر په دوحه کې یې له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړیو سره درې رغنده غونډې درلودې او یو ځل بیا یې د ترهګرۍ خلاف ژمنو، بین الافغاني مذاکراتو، د ځواکونو وتلو او پر تدریجي اورکم، چې تلپاتې اوربند ته وغزیږي، ټینګار کړی دی.
1/5 له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړو سره مې درې رغنده غونډې درلودې. ټينګار مې وکړ چې د متحده ايالتونو- طالبانو توافقلیک کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل، او تدریجي اورکم چې تلپاتې اوربند ته وغځیږي، سره تړلي دي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 20, 2020
هغه دغه راز څرګنده کړې؛ د تاوتریخوالي په اړه، مې طالبانو ته وویل، چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواوو لخوا راکم شي؛ ځکه دې جګړې بېګناه افغانان خورا ډېر او له اوږدې مودې کړولي دي.
هغه دغه راز ټینګار کړی، چې طالبانو د سولې راوستلو د هوکړه لیک پر پلي کیدو ډاډ څرګنده کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین منلې، چې طالب مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې د ډاکټر خلیلزاد له پلاوي سره څو پرله پسې غونډې کړي، چې په کې د سولې د بهیر په چټکولو تفصیلي خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ملا برادر اخند ویلي؛ د افغانستان د مسئلې حل د هوکړې په بشپړ تطبیق کې دی او د بندیانو خلاصون به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.
د شاهین د څرګندونو له مخې؛ د سولې راوستلو له هوکړې پرته نور میکانیزمونه د سولې په بهیر کې د خنډ جوړولو معنا لري او اوس یې هم د سولې بهیر ته زیان رسولی، نور ځنډ دېر زیان رسولی شي.
تېره ورځ زلمي خلیلزاد په کابل کې له دوه پخلا شویو سیاستوالو هر یو ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، چې مونږ د دوی د هوکړې د نورو پړاوونو په اړه، چې ورته اړتیا ده؛ خبرې اترې کړي دي. د سولې په اړه مو ونله، چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او اړتیا ده، چې ټولې خواوې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
نن مې کابل کې له ولسمشر غني @AshrafGhani او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر @DrAbdullahCE سره ګډ او جلا ولیدل. ما دواړو ته، د یو ټولشموله حکومت د جوړولو پر سر، تر اوږدو مذاکراتو وروسته، د دوي د هوکړې مبارکې ورکړه.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 21, 2020
هغه دغه راز ټینګار کړی، چې مونږ د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د هوکړه لیک او د افغانستان د حکومت او امریکا د ګډې هوکړې د ژمنو د نورو برخو لکه د بندیانو خلاصولو، خپلمنځي خبرو، اورکم او په پای کې پر اوربند خبرې اترې تر سره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین، روسیې او ایران هم په افغانستان کې د خپلمنځي خبرو پر پیلولو ټینګار څرګند کړی او د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجیان ویلي: مونږ هیله لرو، چې خپلمنخي خبرې به ډېر ژر پیل شي او مثبتې پایلې به ولري. چین د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکېلو خواو سره د اړیکو او همغږۍ په پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبولی شي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
