تازه خبرونه
خلیلزاد د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي له ښځینه غړیو سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې پر ورځ په دوحه کې د حکومت د خپلمنځي خبرو د پلاوي له څلور میرمنو سره وکتل.
ښاغلي خلیل زاد ویلي؛ کله، چې د سولې هوکړه لاسلیک شي؛ نو مونږ هوډمن یو، چې د افغان میرمنو له حقونو به ملاتړ کوو.
خلیلزاد دوه ورځې وړاندې دوحه ته ورسید او له افغان او طالب مشرانو سره یې خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې دا لیدنه د دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره ترسره شوې ده.
زلمي خلیلزاد ویلي؛ هغه پرون له فوزیې کوفي، حبیبه سرابي، فاطمې ګیلاني او شریفې زرمتۍ سره ولیدل او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د دوی افکار واوریدل.
هغه وایي: د افغانستان د خبرو اترو دا غړي هوډمن دي، چې د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د جګړې د پای ته رسولو او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لپاره کار وکړي. د دوی بریا د افغانستان بریا ده. مونږ له دوی سره یو.
په افغانستان کې د ښځو بریاوې په خپلمنځي خبرو کې د لانجې یو مهم ټکی ګرځیدلی. په داسې حال کې، چې طالبان د خبرو اترو په پلاوي کې یوه ښځینه غړې هم نلري.
خلیلزاد د جمعې پر ورځ له ان پي آر سره په یوه مرکه کې ویلي؛ کیدی شي دا لومړی ځل وي، چې طالبان د سولې په خبرو اترو کې له میرمنو سره ناست دي.
هغه دا هم ویلي؛ د حکومتي پلاوي ښځینه غړې وايي، چې د خبرو پرمهال دوی ته درناوی کیږي او دا، چې دوی مخامخ له طالبانو سره غږیږي او له خپلو حقونو دفاع کوي؛ زما په اند دا مثبت دي.