تازه خبرونه
خلک د سولې په بهیر کې د روڼتیا غوښتونکي دي
خلکو د پخلاینې له ملي شورا غوښتي، چې د سولې په اړه راڼه او عملي ګامونه واخلي؛ ولس له مبهمو هڅو نه یوازې راوباسي، بلکې له حکومت سره په ګډه یې په دې اړه له پرمختګونو هم خبر کړي.
د کابل اوسیدونکيو له حکومته غوښتي، چې د سولې بهیر باید روڼ اوروان وساتل شي.
دوی دا هم په ډاګه کړې، چې خلک د سولې له هڅو پوره خبر ندي او د افغانانو خپلمنځي خبرو پیل هم د ۶۰۰۰ طالب او حکومتي بندیانو له خلاصون سره تړاو لري. په داسې حال کې، چې په تېرو څلور ورځو کې د دواړو خواوو لخوا دا بهیر درول شوی او د طالب بندیانو تخنیکي پلاوی، چې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا کابل ته د بندیانو د پېژندنې لپاره راغلی؛ اوس هم په کابل کې دی.
پخوانی طالب سید اکبر آغا په دې اړه ویلي؛ تر هغې، چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې نشي؛ خپلمنځي خبرې هم نه کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه نږدې ۳ زره طالب او څلور سوه حکومتي بندیان له زندانونو خوشې شوي دي.
دغه راز د چین او روسیې استازیو هم د بندیانو په خلاصون کې د چټکو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ته د خپلو وړاندیزونو نوملړ وړاندې کړی، چې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې ځای ورکړشي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي؛ د سولې په خپلمنځي خبرو کې باید د ماشومانو ، ښځو، لږکیو او د جګړې د قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي.
د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ویلي: د سولې په بهیرونو کې باید ښځې له پوره ونډې برخمنې وي.
همدارنګه د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي حنیف اتمر سره غږېیلی او ورته یې ویلي؛ هڅه کوي، چې هېواد یې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
له دې مخکې یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې وه، چې د جون ۱۵ د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره ټاکل شوې او اوس دواړه لوري هڅه کوي، چې له قطر، آلمان، ناروې او ازبکستان څخه یو یې د دې خبرو د تر سره کولو لپاره وټاکي.