تازه خبرونه

خصوصي سکتور د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد لپاره د ستونزو د حل غوښتنه کړې

Published

on

یو شمېر سوداګرو ویلي؛ په داسې حال کې، چې له یوې خوا د کرونا د خپریدو او ډېریدو د مخنیوي له کبله لارې تړل شوي او له بلې خوا د مالیې وزارت مامورین خصوصي سکتور ته ستونزې جوړوي؛ نو، ځکه دوی له حکومته د دغې ستونزې د حل لپاره د ګړندیو هڅو پیلولو غوښتنه کړې ده.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ويلي؛ سره له دې، چې افغان ولسمشر د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو د خصوصي سکتور تولیدي برخې لپاره ځانګړي امتیازونه په نظر کې نیولي، خو د مالي وزارت د  څارنې ګرځنده قطعې  د لارو په اوږدو کې د مالونو د لیږدولو په برخه کې دوی ته ستونزې جوړوي.

دوی وایي، مالیې وزارت باید دا ستونزه حل کړي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخې احمد پیمان وایي: د هېواد په روانو حساسو شرایطو کې هم د ماليې وزارت مامورین د لارې په اوږدو کې د خصوصي سکتور پر وړاندې ګڼې ستونزې جوړوي او د دې وزارت مامورین پخپلو کې هم یو پربل بې باوره دي.

د ماليي وزارت بیا د خصوصي سکتور دا خبره نه تائیدوي او وایي؛ که د خصوصي سکتور غړي د لیږد رالیږد چارې له قانون سره سمې سرته ورسوي په هیڅ ځای کې به له ستونزو سره مخ نشي.

 د ماليې وزارت ویاند ویلي؛ هغه کسان، چې خپل توکي پخپل وخت نه محصولوي او یا غلط معلومات ورکوي له ستونزو سره مخ کیږي.

د ماليي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي: مونږ په ځلونو دا خبره د خصوصي سکتور له غړیو سره کړې، چې په ګمرکونو کې د محصول پرمهال باید دقیق معلومات وړاندې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي؛ له خصوصي سکتور څخه تمه کیږي، چې د هېواد له عایداتي بنسټونو سره د رښتینو همکاریو له کولو سره د ملي عوایدو په پراختیا کې خپله ونډه زیاته او چاري په معیاري ډول مخکي یوسې.

خبریالک اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version