تازه خبرونه
خصوصي سکتور له امریکا څخه د هر اړخیزې همکاریو هیله لري

(Last Updated On: )
د افغانستان خصوصي سکتور او اقتصادي بنسټونه د امریکا د ټاکنو له نوي ګټونکي هیله څرګندوي، چې له افغانستان سره د خپلو هر اړخیزو همکاريو لمن پراخه کړي.
د خصوصي سکتور غړي هیله من دي، چې د امریکا نوی ولسمشر به له افغانستان سره د سیاسي، امنیتي، اقتصادي همکار یولمن پراخه کړي.
د امریکا د ټاکنو دواړو نوماندا نو د افغانستان په اړه بېلا بېل پروګرامونه لري، چې د ټاکنیزو سیالیو په لړۍ کې یې ځینې تشریح شوي هم دي؛ خو د افغانستان خصوصي سکتور بیا د افغانستان له حکومته غوښتنه کوي، چې باید د امریکا له نوي ولسمشر سره د اړیکو ژور بهیر پیل کړي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د فدراسیون غړی آذرخش حافظي ویلي: د امریکا دوه مخکښ نوماندان د افغانستان لپاره بېلا بېلې برنامې لري؛ خو دا، ځکه افغانستان امریکا یانو ته مهم دی او په افغانستان کې یې نږدي یو ترلیون لګښت کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني د رهبرۍ غړي هم له حکومته غوښتنه کوي، چې د امریکا د نوي ټاکل کیدونکي ولسمشر سره خپلي اړیکي پراخي وساتي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: مونږ ګورو، چې ولسمشر ترمپ په لو مړی ځل د افغانستان لپاره د کانونو د استخراج، د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې خپل لید لوری درلو؛ خو امریکایانو د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړې، نوی ولسمشر به ښايي دومره اغېزمن نوي.
د افغانستان او آلمان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي هم پدې باور دي، چې د افغانستان په اړه امریکا ځانګړې پالیسي لري او نوی ولسمشر به هغه تر څارنې لاندې ولري.
د افغانستان او آلمان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر جلا الدین سعید څر ګنده کړې: مونږ باوري یو، چې له دواړو نوماندانو څخه که هرڅوک بریالی شي؛ د افغانستان په اړه به د امریکا هغه پالیسي وڅاري، چې امریکایان يې لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم پدې باور دي، چې د امریکا نوی ولسمشر به له افغانستان سره ښې اړیکي ولري؛ ځکه، چې د دوی په بار امریکا په افغانستان کې خورا ډېرې اقتصادي او سیاسي ګټې لري.
د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ ویلي؛ زه باوري یم، چې افغانستان د امریکا لپاره مهم دی؛ خو د نوي ولسمشر د پاملرنې د خپلولو لپاره باید زمونږ د حکومت مسوولین زیاته لابي وکړي.
د اقتصادي چارو د ځینو کارپوهانو په باور؛ د امریکا نوی ولسمشر ښايي د افغانستان له قضیې سره لیوالتیاو نلري، خو امریکایانو په افغانستان کې خورا زیات مالي او ځاني زیانونه لیدلي او نشي کولي، چې دغه هېواد ته شاه کړي.