Connect with us

تازه خبرونه

خصوصي سکتور له امریکا څخه د هر اړخیزې همکاریو هیله لري

خپور شوی

د

د افغانستان خصوصي سکتور  او اقتصادي بنسټونه د امریکا د ټاکنو له نوي ګټونکي هیله څرګندوي، چې له افغانستان سره د خپلو هر اړخیزو  همکاريو لمن پراخه کړي.
د خصوصي سکتور غړي  هیله  من دي، چې د امریکا نوی ولسمشر به  له افغانستان  سره  د سیاسي، امنیتي، اقتصادي همکار یولمن پراخه کړي.
د امریکا د ټاکنو دواړو نوماندا نو د افغانستان په اړه بېلا بېل پروګرامونه لري، چې د ټاکنیزو سیالیو په لړۍ کې  یې ځینې تشریح شوي هم دي؛ خو د افغانستان خصوصي سکتور بیا د افغانستان له  حکومته غوښتنه کوي، چې باید د امریکا له نوي ولسمشر سره د اړیکو ژور بهیر پیل کړي.  
د افغانستان د خصوصي سکتور د فدراسیون غړی آذرخش حافظي ویلي: د امریکا دوه مخکښ نوماندان د افغانستان لپاره بېلا بېلې برنامې لري؛ خو دا، ځکه افغانستان امریکا یانو ته مهم دی او په افغانستان کې یې نږدي یو ترلیون لګښت کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني د رهبرۍ غړي هم  له  حکومته غوښتنه کوي،  چې  د امریکا  د نوي  ټاکل کیدونکي ولسمشر سره خپلي اړیکي  پراخي وساتي. 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: مونږ ګورو، چې ولسمشر ترمپ په لو مړی ځل د افغانستان لپاره د کانونو د استخراج، د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې خپل لید لوری درلو؛ خو امریکایانو د افغانستان لپاره پالیسي جوړه کړې، نوی ولسمشر به ښايي دومره اغېزمن نوي.
د افغانستان او آلمان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي هم  پدې باور دي، چې  د افغانستان  په اړه امریکا ځانګړې پالیسي لري او نوی ولسمشر به هغه تر څارنې لاندې ولري.
د افغانستان او آلمان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر جلا الدین سعید  څر ګنده کړې: مونږ باوري یو، چې له دواړو نوماندانو څخه که هرڅوک بریالی شي؛ د افغانستان په اړه به د امریکا هغه پالیسي وڅاري، چې امریکایان يې لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم  پدې  باور دي، چې  د امریکا نوی ولسمشر به له افغانستان سره  ښې اړیکي ولري؛ ځکه، چې د دوی په بار امریکا په افغانستان کې خورا ډېرې اقتصادي او سیاسي ګټې لري.
د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ ویلي؛ زه باوري یم، چې افغانستان د امریکا لپاره مهم دی؛ خو د نوي ولسمشر د پاملرنې  د خپلولو لپاره باید زمونږ د حکومت مسوولین زیاته لابي وکړي.
د اقتصادي چارو د ځینو کارپوهانو په باور؛ د امریکا نوی ولسمشر ښايي د افغانستان له قضیې سره لیوالتیاو نلري، خو امریکایانو په افغانستان کې خورا زیات مالي او ځاني زیانونه لیدلي او نشي کولي، چې دغه هېواد ته شاه کړي.      
 

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!